د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې ورځ لمانځلو ښه لاره، وړیا تعلیم عامول


ملاله یوسفزۍ د تعلیم مبارزه
ملاله یوسفزۍ د تعلیم مبارزه

له ملالې سره زخمي شوې کائنات وايي چې پر ملالې له بريد ورستو اوس ميندې او پلرونه د تعليم په اهميت پوه شوي دي او خپلې لوڼه سکولونو ته ليږل غواړي.

دولسم جولايې چې د ملاله يوسفزۍ د زوکړې ورځ ده ، نن د ملګرو ملتونو له لوري د پاکستان پشمول په درسته نړۍ کې په لومړي ځل د ملالې ورځې په نامه لمانځل کيږي.


پر دې موقع به نن د پاکستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې ملاله يوسفزۍ د ملګرو ملتونو ځوانانو اسمبلۍ ته وینا کوي.

په دې لړ کې د دې ورځې مناسبت سره چرته چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې دستورې تابيا کړل شوې دي نو هلته د ملګرو ملتونو په ګډون په ځینو هېوادونو کې به د ځوانانو نړیوال کانفرنسونه هم کيږي چې مقصد يې په تر ٢٠١٥ م کال پورې په ټوله نړۍ کې ماشومان او په خاصه توګه جينکۍ سکولونو ته ليږلو لپاره يو قرار داد هم منظورول دي.

ملاله يوسفزۍ چې د تعليم د حصول لپاره يې خپل اواز اوچت کړی وو ، تير کال د اکتوبر پر نهمه نيټه د وسله والو په يو بريد کې زخمي شوې وه چې ورستو يې بریتانییا کې علاج وشو او هم هلته يې خپل تعليم جاري ساتلی دی.

له ملالې يوسفزۍ سره زخمي شوې يو بله زده کونکې کائنات وايي چې پر ملالې له بريد ورستو اوس ميندې او پلرونه د تعليم په اهميت پوه شوي دي او خپلې لوڼه سکولونو ته ليږل غواړي.

(زموږ ملالې د جينکو تعليم عام کړی دی، په هغې د بريد مخکې په سوات کې د جينکو تعليم دومره خاص نه وو. او اوس ډيری مېندې پلرونه دا هم وايې چې زموږ لور ، زموږ ملاله د تعليم لپاره دومره کوششونه کوي او خپل ځان قربانولی شي نو موږ ولې خپلې لور ته تعليم نه شو ورکولی. ډيرو اوس خپلو بچو ته تعليم ورکول شروع کړی دی او خپل بچي سکولونو ته ليږي)

د ملالې نړیوالې ورځې په باب د هغې د تره زوی محمودالحسن مشال راډيو ته وويل چې د ملالې هڅې به ضرور کامیابېږي.

(هغې خو ډير زيات کوششونه شروع کړي دي او انشاالله په خپلو کوششونو کې به کاميابيږي. هغې د نجونو لپاره، د يتيمانانو ماشومانو يو ډير ښه مشن شروع کړی دی، او انشالله په سوات کې ماشومانو ته به راروان وخت کې ډير ښه تعليم ترلاسه شي)

د ماشومانو حقوقو لپاره کارکونکې يو غير سرکارې ادارې سپارک وياند امتياز احمد مشال راډيو ته وويل، چې د ملالې ورځ لمانځلو اهميت په دې کې دی چې حکومت باید په دې سلسله کې د ماشومانو د ويړيا او لازمي تعليم وعده پوره کړي.

(د ارټيکل پنځويشتم اې، له مخې د وړیا تعلیم وعده خو حکومت کړې ده، خو د هغه لپاره دې حکومت قانون سازي وکړي، چې څنګه به هغوي خپله دا ژمنه یا لوظ پوره کوي . نو د نن ورځې مناسبت سره په صوبايې کچ موږ حکومت ته درخواستونه هم برابر کړيدي، چې د سکولونو ماشومانې جينکې به ورته وړاندې کوي. او په هغه کې هم دغه ليکل شوي دي چې تاسو کومې خبرې کړيدې چې دا ښې خبرې دي خو د پوره کولو لپاره تاسو موږ ته لاره هم وښیاست چې څنګه به تاسو دا پوره کوی)

ملاله يوسفزې چې د نجونو د تعلیم او حقوقو حصول لپاره يې خپل اواز پورته کړی دی، سږ کال نوبل انعام لپاره يې نامزدګي هم شوې ده او دغه رنګ د تعليم ودې لپاره ملاله فنډ هم قائم شوی دی، چې موخه یې په ټوله نړۍ کې د جينکو تعليم لپاره اقدامات کول دي.
XS
SM
MD
LG