د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د ټولو پښتنو ویاړ دی


بړېچ عطا پر فېسبوک راته ليکي چې ملاله ته مې پېغام دا دی چې هغه په ملګرو ملتونو کې یو څو ټکي په پښتو ووايي.

د ملالې یوسفزۍ د نړیوالې ورځې په ترڅ کې د مشال پر فېسبوک پاڼه د خلکو څرګندونې.
محمد علي له پېښوره پر فېسبوک لیکې چې د ملالې پلار نه ترهګر دی او نه د سکولونو ورانونکی دی بلکې هغه د پښتنو لوڼو ته تعلیم ورکوي، چې ژوندۍ مثال یې ملاله ده.


دی لیکي، ملالې نه په اکسفورډ کې نه په کېمبرج کې زدکړې کړې بلکې په خوشال خان پوهنځي کې یې د خپل پښتون پلار ضیاءالدین تر څارنې لاندې زدکړې کړې، او اوس ملاله د دې اهلیت لري چې جهان وروزي.

لعل ضمیر وزیر د مشال پر فېسبوک لیکلي، چې د مشال راډيو میلمنو ته سلامونه وايي. دی زیاتوي د نجونو تعلیم خو ډیر ضروري دی، ځکه که ښځه ډاکټره نه وي نو بیمارې ښځې به بیا چا ته د علاج لپاره ورځي ؟ دی له میلمنو پوښته کوي چې که یوه دومره وړه ماشومه په دې جنګي دور کی دومره جرات کولی شي. نو دا زموږ سرکاري افسران ولې دومره ډاریږي ؟ چې له ویرې پر یوه چا مقدمه هم نه شي چلولی

بړېچ عطا پر فېسبوک راته ليکي چې ملاله ته مې پېغام دا دی چې هغه په ملګرو ملتونو کې یو څو ټکي په پښتو ووايي.

افنان خان صابر لیکي چې دا د پښتنو لپاره د ویاړ خبره ده چې د ملالې غوندې یوه ماشومه نجلۍ نړۍ ته زموږ د ملک او خلکو یو مثبت تصویر ښيي. زموږ ترجماني کوي. چې موږ ترهګر نه یو بلکې امن پسنده خلک یو. په تعلیم مین خلک یو.
XS
SM
MD
LG