د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې یوې بمي چاودنې ۲ تنه وژلي او درې نور ژوبل دي. پولیس وايي، دغه چاودنه خواوشا د ورځې یوه نیمه بجه د کچې پخې سیمې له قسمت علي هوټل سره نژدې د یوه جمات مخې ته شوېده.
د کوهاټ پولیسو ویاند تنویر عاصم د مشال ریډیو خبریال طارق اورکزي ته ويلي، چې دغه چاودنه په ریموټ کنټرول شوې ده، د ده په خبره بارودي مواد په یوه موټر سائیکل کې اېښودل شوي ول.
دی زیاتوي چې په چاودنه کې درې موټر سائيکلانو او ۳ دوکانونو ته هم زیان اوښتی دی.
په پیښه کې په نښه شوي زیاتره کسان شییعه ګان دي چې د علي زۍ کچې او د استرزۍ سیمو اوسېدونکي دي.
د پولیس چارواکی تنویر عاصم زیاتويو له پیښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او لټون یې پیل کړی دی.
د پیښې پړه لا چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې.
یاده دې وي چې له کوهاټ ښاره قریبا ۲۵ کلومیټره لرې د لمر خاته پر لوري په کچه پیښه سیمه کې تر دې وړاندې هم بمي یو شمېر خلکو ته مرګژوبله اړولې وه.