د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان لویدیځ کې یوې چاودنې ۱۷ تنه ووژل


د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل، چاودنه پر یوه موټر سایکل وشوه، چې پر یوه رېړه یا کراچۍ پورې تړل شوي ول.


د یاد ولایت د اوبې ولسوالي امنیه قوماندان شیراقا الکوزي مشال رېډیو ته وویل، دا بم طالبانو ځای پرځای کړی و او ظاهرا هدف یې د افغان ځواکونو یو کاروان وو.

دنوموړي قوماندان په وینا دې پیښه کې دولس ښځې، څلور ماشومان او یو ډریور وژل شوي او پنځه تنه نور عام کسان زخمیان شوې دي.


بلخوا د افغانستان په جنوبي برخه کې پرون د ایساف ځواکونو یو عسکر په ډزو وژل شوې.
د ایساف لخوا پرون جاري شوې یوه خبر پاڼه وايي دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شو کله چې دافغان امنیتي ځواکونو په جامه کې یو تن په دغه نړیوال عسکر ډزې وکړې.

د خبر پاڼې ترمخه دغه مشکوک تن نیول شوې او افغان ملي پوځ او ایساف ترې پلټنې کوي چې د مکمل کیدلو نه پس به په ډاګه کړې شي.

دوژل شوي نړیوال پوځي د هېواد په هکله مالومات نه دی ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG