د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: هدفي وژنو کې ۱۴ تنه ووژل شول


د یوې خیریه ادارې ایدي چارواکي مشال ریډیو ته وویل د دوی رضا کارو ته د ښار له بیلا بیلو برخو څخه بېګا شپه په بوریو کې د ۵ کسانو مړي په لاس ورغلي

کراچۍ : د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ کې د تشدد په پېښو کې ۱۴ کسان وژل شوي دي .


پولیس چارواکي وایي، له تېر مازیګر راهیسې د ښار په اورنګي ټاون، ابراهیم حیدري، لیاري، نوې کراچۍ او نورو سیمو کې ۱۴ کسان د نامالومه وسله والو د ګولیو ښکار شوي دي .
د متحده قومي مومېنټ چارواکي وایي له پرون(دوشنبې ورځې) راهیسې د وژنو په روانه لړۍ کې یې د ګوند ۴ غړي وژل شوي دي. د یاد ګوند رهنما عامر خان په دې اړه تېر ماښام خبري غونډې ته په وینا کې وویل:

((تر یو منظم سازش لاندې په کراچۍ کې د اېم کیو اېم د کارکنانو وژنه دوام لري او په دې ښار کې د اردو ویونکو خلکو نسل کشي روانه ده. د کراچۍ ښار تر ټولو لوی سیاسي ګوند د ترهګرو په نښه دي او عجیبه خبره دا ده چې دا هر څه حکومت ویني خو حکومتي چارواکي او قانون پلی کونکې ادارې صرف تماشه کوي))

عامر خان زیاته کړه د روانې میاشتې په ۹ ورځو کې د دوی د ګوند تر یو درځن زیات غړي په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

یاده دې وي په دې ورستیو کې په کراچۍ کې د اېم کیو اېم ګوند په غړو او مشرانو حملې زیاتې شوي دي. ددغه ګوند د ځینو غړو او چارواکو د وژنې پړه وسله والو طالبانو منلې ده.
ددې ترڅنګ د کراچۍ په لیاري سېمه کې د اېم کیو اېم ګوند او د لیارۍ د بلوچانو د ډلې لیاري امن کمیټي ترمنځ هم اخ و ډب زیات شوی دی چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

د یوې خیریه ادارې ایدي چارواکي رضوان ایدي مشال ریډیو ته وویل د دوی رضا کارو ته د ښار له بیلا بیلو برخو څخه تېره شپه د ۵ کسانو په بوریو کې بند مړي په لاس ورغلي دي.

د هغه په وینا د وژل شویو کسانو پیژندګلوي تراوسه نه ده شوې خو په دوی کې ۴ کسان له شکل وصورت څخه بلوچان ښکاري.

ددې ترڅنګ د تشدد په نورو پېښو کې د پنجابي پښتون اتحاد دوه غړي او د مذهبي ډلې سني تحریک یو غړي هم وژل شوی دی.

د کراچۍ پولیسو ویاند ایس ایس پي عمران شوکت مشال ریډیو ته ویلي قانون نافذونکې ادارې په ښار کې د امنیت د ټیګښت په موخه کوششونه کوي. د هغه په وینا د تېرې شپې راهسې د بدامنۍ په تېزه شوې لړۍ کې یو پولیس افسر هم د ډیوټي مهال وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG