د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوراکي توکو وېش د دوو ښځو ژوند واخیست


په کراچۍ ښار کې دا اول ځل نه دی چې د مفتو خوراکي توکو د ویشلو پر مهال مرګ ژوبله مخې ته راځي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي

کراچۍ : د پاکستان په ستر کاروباري او صنعتي ښار کراچۍ کې د د وړیا یا مفتو خوراکي توکو د ویشلو پر مهال د بدنظمۍ له وجې دوه ښځې وژل شوې او پنځه نورې ژوبلې شوي دي.


د مشرقي کراچۍ د پولیسو مشر عمران شوکت په وینا دغه راشن چې په کې اوړه ،غوړي او نور خوراکي څیزونه شامل دي، تر دې مخکې د سېمې په یوه مدرسه ویشل کیدل، خو دا ځل په زرګونو ښځو د جمع کیدو له امله دا راشن د واده په یوه تالار کې تقسیمېدل.

(( د تالار دروازه وړه وه او د ښځو ګڼه ګوڼه زیاته وه چې ورته د ننوتو پر مهال ټېل ماټېل جوړ شو او له امله یې دوه ښځې وژل شوي او ۵ نورې ژوبلې شوې دي . د راشن تر ویشلو مخکې موږ ته هیڅ خبر نه وو راکړل شوی ))

په دغه پېښه کې د یو ژوبلې ښځې وینا وه چې تر روژې میاشتې مخکې په کراچۍ کې زیاتره خلک غریبو کورنیو ته خوراکي شیان ورکوي. نن د خېر ښیګړې یوې ادارې د خوراکي توکو د ویشلو اعلان کړی و ، او دې ورته له سهاره انتظار کاوه.

(( موږ په لیکه کې ولاړې و، د دننه خوا څخه راشن ویشونکو پر موږ د لښتو ګوزارونه وکړل، زه په ځمکه راوغورځیدم، او پر ما نورې ښځې راپریوتې ، ځینې په کې مړې او ځینې ژوبل شوې))

په کراچۍ ښار کې دا اول ځل نه دی چې د مفتو خوراکي توکو د ویشلو پر مهال مرګ ژوبله مخې ته راځي ، څه موده مخکې د جوړیا بازار په سېمه کې په رامنځته ورته پېښه کې په لسګونو ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د خېر ښیګړې د ادارې ویاند انور کاظمي وایي په پاکستان کې له یوې خوا کال تر کاله غریبي زیاتیږي او له بلې خوا د خیراتي ادارو لخوا ورکیدونکو توکو کې بدانتظامي ددې سبب جوړیږي چې مرګ ژوبله رامنځته کړي، نوموړي په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

((داسې پېښې دلته هر وخت مخې ته راځي. چې په کې ژوبلېدنه زیاته وي، خو کله ناکله په کې مرګونه هم کیږي. په پاکستان کې غربت دې حد ته رسیدلی دی چې زیاتره وخت په کې خلک د لس کیلو ګرامه اوړو یا یوه کیلو غوړو په بدل کې خپل سرونه بایلي، په نننۍ پېښه کې به تاسو لیدلي وي چې دوه زنانه په کې مړې شوې خو ددې پېښې روستو بیا هم خلکو په راشن تالان ګډ کړی و، دا په ملک کې د غریبۍ یو لوی ثبوت دی))

د هغه په خبره که د خوراک تر ویشلو مخکې د سیمې د ناچاره خلکو په سمه توګه نومونه ولیکل شي او بیا صرف هغوی د راشن ورکولو لپاره راوبلل شي نو دا ستونزه ختمېدلاﺉ شي.
XS
SM
MD
LG