د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل: (له پوهنتونه مې کتابونه پټ کړل: ماورا)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې د خیبر پښتونخوا سوات نومیالي انځور ګر سجاد عالم (ماورا) سره غږېږو.

ماورا تر کالونو ګوښه ناست وو او په تېرو څو کالونو کې دا لومړی ځل دی چې له مشال راډیو سره یې خبرې کړې دي.

څو ورځې وړاندې د ده د انځورونو دوه ورځنی نندارتون په جلال اباد کې پرانیستل شوی وو.

ماورا وايي، تر لسم ټولګي یې زده کړې دي. په هلکوالي کې یې سندرې هم ویلي دي خو تر هغې وروسته یې د انځور ګرۍ لار خوښه کړه.

دی وايي، په سندرو کې یې نیمګړتیا محسوسوله او بیا وروسته یې په انځور ګرۍ لاس پورې کړ.

ماورا وايي، پېښور پوهنتون ته یې تګ پیل کړ او له هغه ځایه یې لږې زده کړې هم وکړې.

د ده په خبره، له پېښور پوهنتونه ((مې ښه ډېر کتابونه پټ کړل)).

دی وايي، انځور ګري یې پر دېوال د یوه کارټون له جوړولو پیل کړه.

سجاد عالم ماورا د سوات حالاتو په اړه وايي، په رنګ رنګ مرګونه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

له سجاد عالم ماورا سره د خبرو تر څنګ سندرې هم در خپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG