د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (له خیام یوسفزي سره خبرې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې له سعودي عرب مېشته پښتون شاعر خیام یوسفزي سره خبرې کوو.

نوموړی د پښتو ټکی نیټ (www.pukhto.net) په نوم ووبپاڼه چلوي. دی د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې د یوې ادبي ټولنې غړی دی چې اوونیزې غونډې لري.

دی وايي، خپل نوم یې الیاس دی. دی له ماشومتوبه په سعودي عرب کې اوسي او د پېښور له پوهنتونه یې انفارمېشن ټېکنالوژي لوستې ده.

دی وايي، د پښتنو د بېلا بېلو هنرمندانو سندرې یې پر خپلې ووبپاڼې خپرې کړې دي.

خیام یوسفزی وايي، له پښتونخوا او افغانستانه بهر مېشت پښتانه زیاتره د ده ووبپاڼه کاروي. دی وايي، د دې ووبپاڼې په ذریعه د شاعرانو، ادیبانو او هنرمندانو غږ او کار له وطن بهر مېشتو پښتنو ته رسوي.

له خیام یوسفزي سره نورې خبرې او سندرې په سندرو امېل کې واورئ.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG