د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې نښته، درې وسله وال وژل شوي


د افغانستان په لغمان ولايت کې نن په يوه نښته کې درې وسلوال طالبان ووژل شول
د امني قومنداني يو وياند جګړن شيرين اغا مشال راډيو ته وويل چې نن سهار شپږ بجې د کابل جلال اباد په لويه لاره د لغمان د سرخه کانو په سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو د پوليسو په يوه پوسته بريد کړی و چې د ملي اردو ځواکونه پر وخت د پيښې ځای ته ورغلل او په ځوابي ډزو کې يې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل چې جسدونه يې د پيښې په ځای کې پاتې شول.
جګړن شيرين اغا زياتوي چې په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته مالي او ځاني زيان نه دی اوښتې.
د پيښې په اړه تر دې دمه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG