د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوهاند اجمل خان ویډیو: طالبانو پیسې هم غوښتې وې



پراګ - طالبانو د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون تښتول شوي مشر پوهاند اجمل خان یوه نوې ویډیو خپره کړې ده.


مشال راډیو ته په تر لاسه شوې دې ویډیو کې پوهاند خان ډېر کمزوری ښکاري او له اړوندو چارواکو د خپل خلاصون غوښتنه کوي.

درې کاله مخکې اجمل خان له پېښوره وسله والو طالبانو تښتولی وو.

د اسلامیه کالج وایس چانسلر د خوشې کولو په اړه د عوامي نيشنل ګوند د تېر حکومت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي چې دوی په خپل حکومت کې کوشش کړی وو چې هغه د وسله والو له لاسونو خلاص کړي خو بريالي نه شول.

میا افتخار حسین وايي، د وسله والو طالبانو یوه غوښتنه دا وه چې پوهاند اجمل خان به د خپلو بندي ملګرو خوشې کولو په بدل کې پرېږدي.

دی وايي، دوی دا کار نه شو کولای ځکه چې دا د عدالت کار وو.

میا افتخار وايي، د عوامی نیشنل ګوند حکومت دې ته رضا شوی وو چې طالبانو ته پیسې ورکړي ځکه چې هغوی د پیسو غوښتنه هم کړې وه.

له نوموړي سره مې د مرکې پر وخت په پیل کې وپوښتل چې ایا ویلای شي د طالبانو څه غوښتنې وې؟

مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG