د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې غیر فني کان کیندنې کېږي


په خوست کې د کرومایټ کان
په خوست کې د کرومایټ کان


خوست - د افغانستان خوست ولایت د کانونو ریاست چارواکي وايي، چې تر اوسه هم د خوست د یو شمیر سیمو په معادنونو کې په غیر فني توګه کیندنې کیږي او په ناقانونه توګه يې له هیواده بهر ته قاچاق روان دی.


چارواکي له امنیتي ادارو او ځايي خلکو غوښتنه کوي، چې ددې ملي شتمنۍ په ساتنه کې دې مرسته وکړي.

له خوست څخه راچاپیره نږدې ټول غرونه بیلابیل کانونه او معادنونه لري، چې ځايي خلکو پکې له پخوا نه کیندنې پیل کړي او ډبرې يې په قاچاقي ډول په ځانګړي ډول پاکستان ته لیږدول کیږي.

د کانونو ریاست چارواکي وايي، چې په خوست کې په ځانګړي ډول د کرومیټ ډبرو کانونه ډیر دي، دوی زیاتوي، چې د کرومیټ ډبرې په منځ کې له شته فلز څخه د ودانیو او د هغو تخنیکي وسایلو او وسلو په جوړولو کې ګټه پورته کیږي، چې د حرارت پر وړاندې ډیر مقاومت ته اړتیا لري.

د خوست کانونو ریاست وداني
د خوست کانونو ریاست وداني
د یادې ادارې فني انجینر محمد نعیم په خوست کې د شته کانونو په تړاو داسې څرګندونې کوي:

((په خوست کې د بیلابیلو فلزاتو ډیر معدنونه په ځانګړي ډول د کرومیټ ډبرو معادنونه موجود دي، دا ډول معادنونه عموماً په تڼیو، ځاځي میدان، ګربزو او په ځانګړي ډول د ملیزیو په سیمو کې په زیاته اندازه شته، د کرومیټ ډبرې سربیره یو شمیر نور معادنونه لکه مس، کلسیټ، اسبسټ، ملاخیت، پیریت، سلفر، ابرک، تالک او داسې نور پدې ولایت کې شته، چې دا معدنونه د کرومیټ ډبرو سره جوخت پیدا کیږي.))

انجینر نعیم وايي، چې په خوست کې په ډیری هغو معادنونو کې کیندنې کیږي، چې خلک په ساده وسایلو ورته لاسرسۍ ولري، خو ژور کانونه لا تر اوسه په خپل حال پاتې دي، نوموړی د کرومیټ ډبرې د ځینو ځانګړنو یادونه کوي او هغه ډیره باارښته بولي:

((هغه معادنونه چې د ځمکې پر مخ په زیاته اندازه واقع دي، دمحلي خلکو له خوا استخراج او قاچاق شوي دي، ددې معادنونو هغه حصه چې خلک ورته په خپلو ساده وسایلو د هغې کیندلو ته لاسرسۍ نه لري هغه پاتې دي. د خوست څخه راچاپیره ټول غرونه د کرومیټ ډبرې لري، اصلاً د کرومیټ ډبره د کروم په نوم یو خاص فلز لري چې حایق دې حرارت دي او دا ډبرې په تخنیکي وسایلو کې استعمالیږي، مثلاٍ هغه توغندي چې فضاء ته توغول کیږي لدې کبله چې په فضا کې د حرارت اندازه زیاته ده، نو د هغه په پوښ کې له کرومیټ ډبرو څخه کار اخیستل کیږي.))

د کانونو رییس په خپلو خبرو کې مني، چې له ډیر پخوا په کانونو کې کیندنې او قاچاق روان دی او زیاتوي، چې پدې وروستیو کې په یو شمیر نویو لارو باندې دا ډول قاچاق ترسره کیږي:

((د قاچاقو پروسه يې ډیره پخوا شروع شویده، دولت په کافي اندازه ندی توانیدلی، چې د طبعي کانونو د غیر فني کیندنو او د هغې د قاچاقو مخه ونیسي، موږ په رښتیا دې حالت ته ډیر اندیښمن یو او پدې نه پوهیږو، چې ولې ددې ناقانونه عمل مخنیوی نه کیږي.
له بده مرغه زموږ د مالوماتو له مخې پدې وروستیو کې د خوست د معادنونو ډیری ډبرې د ځدراڼ میشتو ولسوالیو له لارې پکتیکا او وروسته وزیرستان ته لیږدول کیږي.))

د کانونو رییس له ځايي خلکو او امنیتي ادارو غوښتنه کوي ،چې د کانونو د ناقانونه کیندنو او له هغې څخه دې د توکو د قاچاقو مخه ونیسي، نوموړی وړاندیز کوي، که چیرې اړوند وزارت دا کانونه په قرارداد ورکړي نو له یوې خوا به کانونه وساتل شي او بل لوري ته به ملي پانګه پرې شتمنه شي:

((دا چې کانونه او طبعي زیرمې زموږ ملي شتمني ده او په اقتصادي لحاظ زموږ د هیوادوالو ګډه مهمه سرمایه ده، نو د هغې څخه د سالمې استفادې او د هغې د ساتنې لپاره وړاندیز کوم، چې محترم وزارت دې د خوست معادنونه په قرارداد ورکړي، سره لدې چې جناب وزیر صیب شهراني پدې وروستیو کې په ملي او نړیواله کچه ډیرې هلې ځلې کوي او ورته يې ډیره توجه ده، همدارنګه له امنیتي ادارو او ځايي خلکو څخه غوښتنه کوم، چې ددې ملي شتمنۍ په ساتنه کې دې له موږه سره دوامداره مرسته وکړي.))

کتونکي پدې باور دي، خوست د افغانستان هغه سرحدي ولایت دی، چې په اوږدو د خیبر پښتونخوا له قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري او پدې مسیر کې د تګ او راتګ لارې ډیرې دي، نو دا ددوی له انده ډیره ستونزمنه مالومیږي، چې حکومت به وتوانیږي د کانونو د ناقانونه کیندنو او د هغې د قاچاقو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG