د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیت شورا شام په اړه پر اعلامیې متفقه نه شوه


د شام لاکونه خلک بې کوره شوي، کډوال شوي دي
د شام لاکونه خلک بې کوره شوي، کډوال شوي دي

نیو یارک - د ملګرو ملتو امنیت شورا د شام په اړه د یوې اعلامیې د خپریدو پر سر موافقه و نه کړه.


تمه وه چې د داسې اعلامیې پر خپریدو موافقه وشي، چې په هغې کې د شام له حکومته وغوښتل شي چې نړیوالې ټولنې ته لاره پرانیزي څو د حمص د محاصره شوي ښار دننه له ملکیانو سره اړیکي ونیسي.

د جمعې پر ورځ په داسې وخت کې چې د شام حکومت په حمص کې د خپلو مخالفانو پرضد نوي سخت عملیات پیل کړل.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په حمص کې د دوه نیم زرو او څلورو زرو تر منځ ملکیان راګیر دي.

ډیپلوماتان وایي، روس چې د شام حکومت ملاتړ کوي له لویدیځو هیوادو سره چې د شام له رژیم سره مخالفت کوي، د ګډې اعلامیې په خپریدو کې موافقې ته ونه رسیده.

روسیه وایي، د داسې اعلامیې د خپریدو پلوي کوي، چې نړیواله ټولنه د حمص تر څنګ له هغو ښارونو سره هم اړیکي ونیسي چې د شام د رژیم تر واک لاندې دي، خو په امنیت شورا کې د داسې اعلامیي د منظورۍ غوښتنه شوې وه چې یوازې یې پر حمص تاکید کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG