د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د تښتول شویو کار کوونکو ویډیو خپره کړې ده


وسله والو طالبانو د جنوبي وزیرستان ګومل زام ډیم (د اوبو بند) اته کار کوونکو تازه ویډیو خپره کړې ده.

طالبانو دا کار کوونکي تېر کال تښتولي ول.

د جمعې په ماښام مشال راډیو ته له نا مالوم ځای تر لاسه شوې ویډیو ښيي چې اته واړه کار کوونکي د یوه غره په لمن کې ناست دي.

په ویډیو کې دا کسان له حکومته د خپل خلاصون غوښتنه کوي.

دوی د خیبر پښتونخوا له ګورنر (والي)، اعلا وزیر او واپډا له چارواکو غوښتنه کوي چې د دوی د خوشې کولو څه لاره چاره ولټوي.

د ټانک اوسېدونکي ثنا الله مېرمن حمیرې د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د خاوند تر تښتونې وروسته دوی له زښتو ستونزو سره مخامخ شوي دي:

((حالات مو دې ځای ته رسېدلي دي چې بیانولای هم نه شو. له حکومت او تښتوونکو غوښتنه کوم چې د خدای له پاره په موږ ورحمېږئ. سهار شي او ماښام شي خو زه هیڅ ژوند نه لرم.))

د ګومل زام بند اته واړه کار کوونکي د ۲۰۱۲ز کال د اګست پر ۱۵مه نېټه له ډیم څخه د ډېره اسماعیل خان پر لوري روان ول چې وسله والو طالبانو وتښتول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG