د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:دوه ماشومان زدکونکې په چاودنه کې ووژل شول


Afghanistan -- Paktika map, 09Jan2012
Afghanistan -- Paktika map, 09Jan2012



نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ د مارزکو په سیمه کې د ښوونځي دوه تنه زده کوونکي هغه مهال د ماین په چاودنه کې ووژل شول، چې له ښوونځي څخه کور ته په لاره ول.


د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا څو وم ځل دی، چې د وسلوالو له خوا په ځای پر ځای شویو ماینونو کې د ښوونځیو زده کوونکیو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

پکتیکا والي محب الله صمیم ياده پیښه په سختو ټکو کې غندلې او ويلي يې دي، چې پدې عمل سره د هیواد دښمنانو دا وښوده چې دوی دافغان ماشومانو د روزنې دلیدلو زغم نلري:

((زه دا دردونکې پیښه په کلکه غندم او د شهیدانو کورنیو ته د لوی خدای څخه د جمیل صبر هیله کوم، پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر ماشومانو او د پوهنې بهير پر لارويانو دا ډول بې رحمانه بريدونه دا څرګندوي چې ددې هيواد قسم خوړلي دښمنان دا زغم نه لري چې زمونږ ماشومان زده کړې ترسره کړي.))

نوموړي د وژل شویو کورنیو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

د یو بل خبر له مخې د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي د فتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په تیرو څلریشتو ساعتونو کې افغان او نړیوالو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې د نجات ۲ په نوم د عملیاتو په بهیر کې اته وسلوال ژوندي نیولي دي. همدارنګه په یادو عملیاتو کې ۱۱تنه وسلوال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، پدې عملیاتو کې یو شمیر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته لویدلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې پنځه وسلوال یوازې د ایتلافي ځواکونو په عملیاتو کې د محمد اغې ولسوالۍ د زر قلعه سرخاب په سیمه کې نیول شوي او یو تن وسلوال وژل شوی دی.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۰ تنه وسلوال وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG