د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونو کې ولسي مرګژوبله ټیټه شوېده


امريکا ميشت يوې غير حکومتي ادارې، بيورو آف انوسټيګيټيو جرنلزم تازه رپورټ وايې، په پاکستان کې په کېدونکو ډرون بريدونو کې د عامو خلکو وژنه تر بل هر وخت را کمه شوې ده.


رپورټ زياتوي، له دوه زره اتم کال روان ډرون بريدونه را کم شوي دي چې په کې د عامو خلکو وژني هم د پخوا وختونو په مقابله کې را کمې شوي دي.

د رپورټ له مخي اوسطا په يوه بريد کې د وژل شوو شمېر څلور وي چې دا د دوه زره لسم کال د لومړيو شپږ مياشتو په دوران کې د وژل شوو دريمه برخه جوړيږي.

اداره زياتوي، په ډرون بريد کې د وژل شوو شمير هغه وخت زيات وو کله چې ډرون ته اجازه ورکړل شوه چې د خلکو هره هغه يوه ډله دي په نښه کوي چې مشکوکه حرکات و سکنات لري.

د ادرې په خبره په مرګونو کې د کمبوت شمير دا په ګوته کوي چې د امريکا استخبارتي ادارې سی آی ای کيدلای شي خپل متنازعه تېکتيکونه محدود کړي وي.

د قانون استاذي پروفيسر روزا بروکس په نږدې وروستيو کې د امريکا يې ډرون بريدونو پر آئيني او ترهګری ضد پاليسې باندي د اثراتو جاج اخستونکې سينټ کميټی ته شاهدي ورکړه.

دې وويل چې د وائت هاوس د ډرون پروګرام تر فشار لاندي راغلی دی او په مرګ ژوبله کې کمی راتلل په دې پروګرام باندي کيدونکي تنقيد ته ځواب ورکول دي.

په پاکستان کې په تيرو شپږ مياشتو کې په ډرون بريدونو کې د طالبانو دوه مهم مشران مولوی نذير او ولي الرحمن هم وژل شوي دي
XS
SM
MD
LG