د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوو وزيرستانونو د کيسې



ډان ورځپاڼي د زاهد حسين د جنوبي اوشمالي وزيرستان سفر نامې ته ( د دوه وزيرستانونو د کيسې ) نوم ورکړی دی.


ليکوال په سر کې د جنوبي وزيرستان په تيره بيا د مسودو د سيمو تصوير ورکوي چې اوس هلته يو سړک د جوړيدو په حال کې دی، ژوند ورو ورو د عادي حالت پر لور راروان دی، وران شوي کورونه او دکانونه بيرته جوړ شوي يا بيا د جوړيدو په حال کې دي.

له دې وروسته زاهد حسين ليکې که يو خواته جنوبي وزيرستان د هيلې څرک ورکوي خو بلخوا شمالي وزيرستان کې حالت ډير زيات نا آرامه دي او په ميران شاه کې خو دغه وضع نور هم ډیره په ډاګه ده. ښارګوټی او په شاوخوا سيمو کې د شپې پر وخت کرفيو وي.

دده په وينا پوځي چاوڼۍ د يوه بنکر په شان ښکاري چې سخت امنيت يې نيول شوی وي. د مائنونو بريدونو لوی شمير پوځيان وژلي دي.

زاهد حسين وايې، په شمالي وزيرستان کې خو په ظاهره داسې ښکاره چې هر څه سم روان دي خو په اصل کې يوه ژوره پټه وېره موجوده ده.

د ده په خبره د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسود ويل کيږي هم له دې ځايه فعاليت کوي. پنجابي وسله والې ډلې چې د طالبانو او القاعده اتحادي دي ، په مير علي کې تربيتي کيمپ لري.ازبک جنګيالي په ميران شاه کې ژوند کوي. دا شان افغان طالبان هم شته چې له پاکستانيانو سره جنګ نه کوي البته زياته توجه په افغانستان کې مېشت نيټو او امريکايې پوځ سره جنګيدو ته ورکوي.

زاهد حسين وايې، امنيتي چارواکي فکر کوي چې په پاکستان کې تر هغو پورې د تشدد مخه نه شي نيول کيدلی تر څو په شمالي وزيرستان کې د جنګياليو پناه ګاوې ختمې نه کړل شي.

په پای کې ليکوال زياتوي چې په شمالي وزیرستان کې که چرته بې له ځنډه سختې فيصلې وکړل شي نو د جنوبي وزيرستان په شان کاميابي تر لاسه کيدلی شي.
XS
SM
MD
LG