د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې شپږ تنه وسلوال ووژل شول


یو افغان سرباز نیول شوي وسله وال طاب ته اوبه ورکوي

تیره شپه د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال شپږ تنه وسلوال ووژل شول، چې د سیمه ییزو پولیسو یو کاروان له مرکز ښرنې څخه اورګون ولسوالۍ ته په لاره کې د وسلوالو له کمین سره مخامخ شو.


د پکیتکا امنیتي چارواکي وايي، چې په دې برید کې یو تن وسلوال ژوندی نیول شوی، او شپږ تنه وسلوال وژل شوي، چې د وژل شویو وسلوالو جسدونه په اورګون کې د سردار پوځي اډې ته لیږدول شوي دي.

په پکتیکا ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو مشر عزیزالله کاروان وویل، چې له وژل شویو وسلوالو څخه یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم په لاس راغلي دي:

((تیره شپه موږ له ښرنې څخه اورګون ته په لاره وو، چې د مخالفینو له یو کمین سره مخامخ شو، یو ساعته جګړه وشوه چې په دې جګړه کې د وسلوالو شپږ جسدونه راپاتې دي، له دوی څخه دوه راکټ لانچر او یو میل پیکا راپاتې ده ، نورې وسلې او مهمات هم ورسره دي ، همدارنګه یو څو دانې مخابرې زموږ ته لاس ته راغلي دي، یو تن مو ژوندی نیولی دی، چې ماین او نور توکي ورسره ول، هغه مو د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته وسپاره.))

د سیمه ييزو پوليسو نوموړي قوماندان وويل، چې په سيمه کې ملکي وګړو او يا هم سيمه ييزو پوليسو ته هيڅ ډول مالي او ځاني زيان ندی اوښتی.

د یاد برید په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG