د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان: امنیه قومندان ووژل شو


چارواکي وایي د بغلان د بورکې ولسوالۍ امنیه قومندان "حبیب الرحمن" نن پر دوشنبه له غرمې مخکې له خپلو درو ساتونکو سره د سړک د غاړي ماین په چاودنه کې ووژل شو.


د بغلان د نهرین ولسوال عبدالفتاح هاتف مشال راډيو ته وویل؛ چې دا پيښه د نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيښه شوه او د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.

د یو بل خبر له مخې د پروان چارواکي وايي؛ چې په دې ولایت کې د تیلو د ټانکر په چاودنه کې دوه کسه ټپیان شول.

د پروان د والي ویاندې روشنا خالد آزاډي راډیو ته وویل؛ چې له دې ټانکر سره یو آهن روبا لرونکی ماین نښلول شوی وو.

دې زیاته کړه چې، په دې چاودنه کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG