د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سوکاله، او پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی"


دفرانسې خبري اژانس په یو راپور کې لیکي، پاکستان د برتانیې وزیر اعظم ډیویډ کیمرون ته باور ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د سولې د پروسې په کمیابولو کې ونډه اخلي. خو په هم دې مهال کې تیره ورځ په پاکستان کې په بمي برید کې لږ تر لږه پنځه ویشت کسان ووژل شول او دې کار ښکاره کړه چې د اسلامي اورپکو تشدد د پولې دواړو غاړو ته دوام لري.


پاکستان او افغانستان ته د ډیویډ کیمرون دوه ورځنی سفر د غربي نړۍ د هغو هڅو یوه کړۍ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دولس کلني بغاوت د ختمولو لپاره یې ترسره کوي.

غرب ګڼي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول تړون د ترسره کولو لپاره د پاکستان ونډه خورا اړینه ده ، که څه هم دکابل او واشنګټن اړیکې په دودیزه ډول د بې باورۍ ښکار دي.

د ډیویډ کیمرون سره د لیدلو نه پس د پاکستان نوي وزیر اعظم میا نواز شریف وویل دوی هیله لري چې برتانیه به په افغانستان کې د سولې او د ثبات د ټینګولو لپاره دغو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي د افغان ولسمشر حامد کرزي د هغې خبرې ملاتړ هم وکړ چې وايي د سولې پروسه باید دافغانانو ترمنځ دافغانانو په مشرۍ کې ترسره شي. شریف زیاته کړه که په افغانستان کې سوله راشي نو ددوی په خاوره کې پراته درې میلیونه افغان کډوال به بیرته خپل هیواد ته وګرځي.

ډیویډ کیمرون د افغانستان او پاکستان د پیاوړو اړیکو د اهمیت په اړوند د نواز شریف د دریځ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه ، دی باور لري چې مستحکم، خوشاله، سوله ایز او ډیموکراټیک افغانستان د پاکستان په ګټه دی او ډیموکراټیک پاکستان د افغانستان په ګټه دی.

دپاکستان د نوي منتخب وزیر اعظم نواز شریف د ټاکل کیدو نه پس ډیویډ کیمرون د یو بهرني هېواد لومړنی وزیر اعظم دی چې پاکستان ته پر سفر ولاړ. نوموړي نواز شریف ته مبارکي ورکړه او په جمهوري بڼه د یو حکومت نه بل ته د واک سپارل یې د پاکستان د خلکو لپاره یو زرین باب وبللو.

دواړو خواوو همدارنګه ژمنه وکړه چې د برتانیې او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچّ به تر دوه زره پنځلسم کاله پورې درې بیلیونه پاونډو ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG