د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا له مرکزه خپله برخه بجلي غواړي



د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړېده چې له آیین سره سم دې دوی ته په بجلۍ کې د خپلې برخې ورکړه په مستقله توګه یقیني کړي.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د بجلۍ د غیراعلانیه لوډشېډنګ په اړه تر تاوده بحث وروسته وزیراعلی پرویز خټک تېره شپه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل.

((ما په دې اړه وار له مخه د بجلۍ د وفاقي وزیر سره خبرې کړي دي. په پاکستان کې د بجلۍ د ورځني عاید دیارلس په سلو کې حصه زمونږ برخه جوړیږي، خو مونږ ته کمه بجلي راکول کیږي. مونږ ته دې دا بجلي پوره راکړل شي او له اسلام اباده دې مونږ باندې لوډ شیډنګ نه کیږي، ځکه دا یوه وفاقي ستونزه ده او صوبايي حکومت ته مشکلات پیدا کوي. ))

د یادونې وړ ده چې د پېښور های کورټ هم په اسلام اباد کې د نشنل ګرېډ سټېشن له خوا په خیبر پښتونخوا کې د غیر اعلانیه لوډشېډنک ته پام لرنه کړې او د جولايي پر څلورمه نېټه یې د بجلۍ د وفاقي ادارو چارواکي د پېښور های کورټ ته وربللي دي.


XS
SM
MD
LG