د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیکۍ نجونو ویډیو خپره شوې ده


د يوروپی هيواد چيک ريپبلک سره تعلق لرونکو هغو دوو تښتول شوو جينکو چي دا مهال په پاکستان کی دي د يو ويډيوی پيغام له لاري په امريکا کی بندي د پاکستانی ساينس داني ډاکټر عافیا صديقي د خوشی کولو غوښتنه کړي ده ،
دا ويډيو چي پرون خپره شوي ده چيکی جینکي انتوني خراسټيسکا، او هانا همپلوه پکی د عافيه صديقي د خوشي کيدو مطالبه کوي ،
په دي ويډیو کی دغه دواړه جينکی واي چي دغه ويډیو د امريکا په باسټن ښار کی د بمی چاؤدنو نه يوه ورځ پس يعنی د اپريل د مياشتي په ۱۶ما نیټه جوړه شوي ده ، دوی واي ،

(((زه انتوني خراڅتیڅکا يم، او زه هانا همپلوه يم ــ او نن د اپريل ۱۶مه چی په امريکا کي د باسټن د ميراتهن د منډو پر مهال د چاؤدنو نه يوه ورځ پس وه ، موږه خپلو کورنيو ، د چیک ريپبلک ولس مشر ، چیک ولس او يوروپی یونين ته ابيل کوو چي د اغواکارو سره دي مکمل تعاو ن وکړي ، ))))
د چيک ريپبلک د خارجه چارو وزارت ويلي دي چي هغوي دغه ويډیو کتلي او په دي اړه نوري څیړينی هم کوي ،
دغه جینکي د تير مارچ به میاشت کی افغان پولي سره نږدي د پاکستان په بلوچستان صوبه کی تښتول شوی وی ، خو تر دا مهال ی چا ي د تښتولو پړه پر غاړه نه ده منلي او نه دا مالومه ده چي دا ويډیو رسنيو ته چا استولي ده ،

ډاکټر عافيه صديقي دا مهال د امريکا په يو جيل کي ۸۶ کاله سزا تيروي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG