د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د کورنۍ تاوتریخوالي له کبله یو شمېر ښځې تښتي


خوست - په خوست کې په دې وروستیو میاشتو کې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو یا نورو ستونزو له امله له ۱۰ تر ۱۵ پورې ښځې او نجونې د خپلو کورونو څخه تښتې ته مجبورې شوي دي، دا کار په دې وروستیو کې د یو شمیر نجونو او هلکانو په مرګ تمام شوی او خلک يې انديښمن کړي دي.


د خپلو کورونو څخه د یو شمیر پیغلو نجونو او میرمنو د تیښتې او فرار د لاملونو په اړه یو شمیر میرمنې وايي، چې ځینې ناوړه دودیز رواجونه، نالوستوب، د ځوانانو له خوا د نجونو او میرمنو له احساساتو څخه ګټه پورته کوونه، د نجونو په ودولو کې د جینۍ او هلک د نظر نه پوښتل، کورنۍ تاوتریخوالۍ او نورې ستونزې ددې لامل کیږي، چې پیغلې او حتا په ځینو مواردو کې اولاد لرونکې میرمنې خپل کورونه پریږدي او له بل چا کره وتښتي.

د ولایتي شورا استازې نعت بي بي عمري د یادې موضوع په اړه مشال راډیو ته داسې څرګندونې وکړې:

((په خوست کې ولور لوړ دی، پدې ځای کې ښځې په لوړ ولور پلورل کیږي، خرڅیږي، خلک دوستي نه کوي او ښځه خپلې خوښې ته نه پریږي، ښځو ته د خوښې او انتخاب حق نه ورکوي، د مثال په ډول، دا ډول حق چې مور او پلار ورته ووايي، چې د فلانکي زوی موږ درته خوښ دی، ستا نظر څه دی، ایا خوښ دی او کنه؟ نو جینۍ مجبوره شي فرار منزل وکړي او یا له خپله کوره وتښتي، داسې ځوانان هم شته چې نجونو ته دوکې ورکوي، هغه غلطه کړي، هلک ورته ووايي چې له کوره راووځه، کله چې راووته نو هلک يې دې ته هم وهڅوي، چې زیورات او ګاڼې هم ځان سره راواخله، هغه ساده د کور نه زیورات، پیسې او یا نور کوم مال چې لري هغه هم راوخلي او کله چې هلک پدې پوۍ شي ، چې د جینې مور پلار یا دولت راباندې خبریږي هغه ووژني، چې بیا نو یا په پټيو کې بې عزته او بې قدره پرته وي، یا د چا د کور مخکې يې بې پته او بې عزته يې غورځولي وي.))

په خوست کې د مدني ټولنې فعاله نادیه باوري د خاوند لرونکیو میرمنو د تیښتې اساسي لامل کورنۍ تاوتریخوالۍ بولي.

نادیه وايي، د کورونو نه د ښځو او نجونو تيښته ځکه ستونزمنه ده، چې تښتیدلې نجلۍ نه پلرګنۍ قبلوي او نه هم په ځینو مواردو کې ملګری پرې ډیر باور کوي، ځکه هغه اندیښنه لري، چې ممکن دا جینۍ دده په شان له نورو هلکانو سره هم ارتباطات ولري، نو له همدې کبله دا ډول ستونزې ډیری وخت په مرګونو تمامیږي، نوموړې د دا ډول جینۍ او هلک د مرګ یوه بیلګه هم وړاندې کوي:

((هغه خویندې چې له کورونو نه تښتي، خاوند لري یا یو یا دوه بچي لري هغوی سره په رښتیا تاوتریخوالۍ موجود وي، ظلم ورباندې کیږي، د خوښې له خوا نه د خسر له خوا نه، حتا موږ داسې خویندې لرو چې له خپل خسر څخه سر ټکوي هغوی له خپلې اینګور نه نا مشروع اړیکې غواړي او دوی له خپلو کورونو نه تیښتې ته مجبوریږي. پدې وروستیو دریو، څلورو میاشتو کې له لسو نه تر پنځلسو پورې خویندې له خپلو کورونو څخه تښتیدلي دي او دا ډول پيښې زیاتې شوي دي، کله چې یوه جینۍ له کوره وتښتي خپل فامیل يې هم بیرته نه غواړي پلار او مور یې نه غواړي او که کور ته ستنې هم شي نو هغوی د مرګ له ګواښ سره مخامخې کیږي، لکه دا یوه،یوه نیمه میاشت مخکې هلک او جینۍ په ګډه دلته خوست ښار ته نږدې ووژل شول.))

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي د اسلامي شریعت په رڼا کې رضایت او په نکاح کې د جانبینو خوښه د نکاح مهم اصل ګڼي او وايي لدې پرته نکاح نه قبلیږي:

((له خپلو کورونو څخه د نجونو او ښځو د تیښتې یو لامل دادی، چې خلک له شریعت سره پوره بلد نه دي، ځکه یو خو جینۍ ژر نه ودوي، ډیر وخت يې په کور کینولي وي، ولور يې لوړ وي او څوک يې د واده کولو توان نلري، نو هغه مجبوره شي چې تیښته وکړي او ځان بدنام کړي، بله وجه يې دا وي چې خپلوان يې په زور او جبر په کوم کس واده کړي، چې هغه جینۍ خوښ نه وي. مهمه خبره داده ، چې نکاح کول د مور، پلار یا نورو اقاربو حق نه دی، بلکې دا د هلک او جینۍ خپل حق دی، که سره خوښ وو دا نکاح سهي ده او که جینۍ خوښه نه وه، دا څوک په زوره نشي ودولای، کچیرې په زور او جبر يې نکاح وتړي دا نکاح قبول نه دی.))

د خوست د ښځو چارو رییسه خاور امیري وايي، دوی دا ډول نجونو لپاره چې له کوره تښتي د استوګنې او ساتلو ځای نلري، دې وايي چې په پښتنو کې د دا ډول پيښو عاقبت ډیر دردونکی وي.

اغلې امیري زیاتوي دا ډول پيښې عموماً امنیه قوماندانۍ ته محول کوي او هڅه کوي د سوله ییزې لارې ورته یوه حل لاره ومومي، خو هغه ښځې چې نامزادې وي یا خاوند ولري، د هغوی د قضیو حلول تر حده ډیر ستونزمن وي:

((هغه جینۍ چې له کور څخه تښتي نو ډیری يې د ښځو چارو ریاست ته راځي، زه فلانی نه غواړم او دا فلاني سره چې ځم زه ورسره خوښه یم، بیا لدې کبله چې موږ د امن کورونه او شلټر نلرو او په ریاست کې يې ساتلی نشو، ځکه زموږ په ټولنه کې ددې کار عاقبت ډیر تریخ دی، ددې لپاره موږ د امنیه قوماندانۍ سره په تماس کې کیږو، که بیا هم جینۍ نامزاد ولري دا زموږ لپاره لږ نور هم مشکل دی، ځکه دا د خوست دود او دوستور خو تاسو ته مالوم دی، چې ډیر کله داسې پيښې د جینۍ او هلک په مرګ تمامیږي.
موږ داسې موضوعګانې ددې لپاره چې د جینۍ او هلک ژوند مو ژغورلی وي هغه امنیه قوماندانۍ ته ورپیژنو، تر څو امنیه قومانداني د هغه نفر مقابل جلب کړي، ددې هغه نامزاد راوغواړي او د دوی په منځ کې سوله وکړي، که جینۍ او هلک سره خوښ نه وي ددې په مقابل کې پیسې ورکوي، جینۍ خلاصوي بل هغه چاته چې خوښ يې وي هغه ته يې ورکوي او له هغه څخه پيسې اخلي او په همدې پیسو هلک ته په بل ځای کې د هغه په خوښه واده کوي.))

د یادونې وړ ده په پښتون میشتو سیمو له خپلو کورونو د نجونو او میرمنو د تیښتې یو شمیر پيښې رامنځته کیږي، چې دا کار د ځینو پیغلو او ځوانانو ژوند اخلي، خود کلتوري محدودیتونو له امله يې ډیری قضیې پټې پاتې کیږي.
XS
SM
MD
LG