د پښتونخوا مرکز پېښور فقیرآباد پولیس تاڼې یو چارواکی وايي، نن د ګل (دوشنبې پر سهار) وسله والو د پیښور ټریفیک پولیس ډي ایس پي امان الله خان له خپل ډراییور سپاهي امجد خان سره یوځای په ډزو وویشتل.
د پولیس چارواکي په وینا ډي ایس پي امان الله خان په خپل ګاډي کې له کوره دفتر ته پر لاره وو چې وسله والو پرې له د دلزاک سړک سره نزدې ډزې وکړې.
ډي اېس پی امان الله خان ځای پر ځای ووژل شو او د هغه ساتونکي په روغتون کې ساه ورکړه.
بریدګر په تیښته بریالی شوي دي او پولیس د پیښې پلټنې پیل کړې دي.