د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت کې نهه سیلانیان وژل شوي دي


د پاکستان په ګلګت بلتستان کې وسله والو یو پاکستانی او ۹ بهرني سیلګري وژلي دي.

پېښه د خالي او اتوار تر منځ د شپې شا و خوا یوه بجه شوې ده. چارواکي وايي، دا وژنې د ګلګت بلتستان، نانګا پربت د دیامیر ولسوالۍ (ضلعې) په فیري مېډوز سیمه کې شوې دي.

د ګلګت پولیسو یوه مشر علي شېر پاکستانیو رسنیو ته ویلي، وسله والو د شپې د سیلانیانو پر بېس کیمپ حمله وکړه. په دې کیمپ کې د سیلانیانو خیمې وې.

د مشال راډیو خبریال وايي، په وژل شویو کې پینځه اوکراینیان، درې چینایان او یو روسی وګړی شامل دي.

د وژل شویو کسانو مړي د چېلاس روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ په خپله غونډه کې د دې پېښې د غندنې قرار داد منظور کړی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان قامي اسمبلۍ ته د وینا پر وخت وویل، دا حمله پر بهرنیو سیلګرو نه بلکې پر پاکستان شوې ده.

ده وویل، تر دې پېښې وروسته یې د ګلګت بلتستان چیف سېکرټر او د پولیسو آی جي معطله کړي دي.

د پاکستان تحریک طالبان او د جند الله په نوم یوې ډلې دواړو د دې حملې پړه منلې ده.

خو د تحریک طالبان ویاند احسان الله احسان مشال راډیو ته ویلي چې په ګلګت بلتستان کې هیڅ شتون نه لري او دا چې دا سیلانیان دوی وژلي دي.
XS
SM
MD
LG