د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د چاودنو په نه غندلو وغندل شو


تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو غړو د صوبې د اطلاعاتو پر وزیر شوکت یوسفزي تنقید کړی دی چې ولې یې د خپل ګوند غړي عمران مومند وژنې غندنه نه ده کړې.


کله چې مخالفو ګوندونو پر حکومت زور راوړ چې د مردان په ځانمرګي برید کې دې د خپل ګوند او اسمبلۍ غړي عمران مومند وژنه وغندي، نو شوکت یوسفزي په ځواب کې وویل، څه قیامت خو نه دی راغلی، دا حملې خو پخوا هم کېدې. تر دې وروسته د اسمبلۍ غړو د نیوکو له وجې یوسفزي خپل بیان بیرته واخیست.

له مردانه ازاد امیدوار منتخب شوی عمران مومند د شورو په ورځ په یو ځانمرګي برید کې د یوې جنازې د لمانځه پر وخت له نورو 35 کسانو ووژل شو. خو د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ګوندونو لخوا د پېښې هیڅ غندنه ونه شوه، او د جماعت اسلامي د ګوند یو مشر او صوبايي مشر وزیر سراج الحق د وژل شویو د مغفرت لپاره یواځې دعا وکړه.
XS
SM
MD
LG