د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني طالبان به د افغان طالبانو پر لار لاړ شي؟



افغان طالبانو د نهي په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د خپل سياسي دفتر د پرانستې اعلان وکړی. د طالبانو وياند د دې دفتر مقصد د خپلې ډلې لپاره د يو سياسي مرکز درلودل او له هغه ځايه د امريکا په ګډون له ښکېلو لورو او ټولو افغانانو سره خبرې اترې وښودی. بلخوا که څه هم د مسلم ليګ نواز ډلې په مشرۍ کې د پاکستان نوي مرکزي حکومت او په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف په مشرۍ کې ايتلافي حکومت ويلي چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې په اړه خبرې اتري کوي خو پاکستاني طالبانو دا خبره نه ده منلې او خپلو بريدونو ته يې دوام ورکړی دی. دا چې د افغان طالبانو لخوا په قطر کې د خبرو اترو لپاره د دفتر پرانستل به پر د پاکستاني طالبانو پر دريځ څه ډول اغېز وکړي؟ په پېښور کې د سيمه ايزو چارو کارپوه اېمل خټک وايي، که څه هم د دواړو لوريو د طالبانو تر منځ توپير شته خو بيا هم د افغان طالبانو دا کار به د پاکستاني طالبانو پام د خبرو اترو خوا ته راوګرځوي.


((افغان طالبان چې د سولې په اړه کومې خبرې اترې کوي، که چيري هغه کاميابه شي نو بيا د پاکستاني طالبانو پر رويه باندي اثر غورځېدای شي. ځکه چې تر اوسه مالومه نه ده چې دا مذاکرات کومې خوا ته ځي. موږ خو خوش اميدي او خوش باوري کولای شو خو د اوس لپاره لږ تر لږه خلک پاکستاني طالبانو ته دا ويلای شي چې که افغان طالبان له امريکا يا افغان حکومت سره خبرو ته کېني نو تاسو ولي له خپل حکومت سره خبرو ته نه کېنی.))

پاکستاني طالبانو که څه هم په تيرو وختونو کې له پاکستاني حکومت او پوځ سره د روغې جوړې په اړه مذاکرات کړي دي خو مثبت پايله يې نه ده لرلې او له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د امنيتي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وايي، پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په څېر پوخ سياست نه کوي نو ګرانه ده چې دوی به له حکومت سره مذاکراتو ته غاړه کښيږدي.

((زما خو خيال نه دی چې پاکستاني طالبان مذاکرات پېل کړي ځکه چې افغان طالبان بالغ شوي او بلوغت يې حاصل کړی دی. دوی حکومت هم کړی دی او له خپلو غلطيو يې زده کړه کړې ده خو زموږ طالبان د ډېر غېر ذمه وارۍ ښکار دي او کوم کارونه چې دلته دوی کوي هغه افغان طالبان نه کوي ياني عامو خلکو ته ډېر نقصان نه رسوي. زما په خيال افغان طالبان خاص مقصد لري او خاص طريقه لري.))

که څه هم د داوړو لوريو د طالبانو په بريدونو کې يو شمېر عام وګړي هم وژل شوي دي خو که چيري پاکستاني طالبان له حکومت يا پوځ سره خبرو اترو ته غاړه ايږدي نو آيا دوی به په پاکستان کې دننه دفتر پرانيزي که به بل هيواد ته اړ شي چې دفتر ورکړي؟ اېمل خټک په ځواب کې وايي، له پاکستاني طالبانو سره خبرې ګران کار نه دی ځکه چې د دې ځای استخباراتي ادارو ته د طالبانو ځايونه مالوم دي.

((زما په خيال د پاکستان استخباراتي او جاسوسي ادارو ته مالومه ده چې څوک چيرته دی او څنګه ورسره رابطه کېدای شي. د پاکستاني حکومت لپاره به دا مشکل نه وي چې د دې خلکو سره رابطه پيدا کړي ځکه چې هغه د دې ملک خلک دي او دلته يې خپلوان او دوستان دي، دلته يې حمايتان دي. نو زما په خيال رابطه ورسره دومره ګرانه خبره نه ده.))

په قطر کې افغان طالبانو د کوربه هيواد په خوښه په داسي حال کې دفتر پرانستی چې امريکا هم ورسره خبرو اترو غاړه اېښې ده خو افغان حکومت بيا دوی ته د ورکړل شوي حيثيت له کبله د اوس لپاره د خبرو اترو له پروسې څخه د پرېکون اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG