د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر شخصي پوهنتونو لګېدلی ټېکس نه منو"



کراچۍ :د شخصي یونیورسټیو یا پوهنتونو اتحادیې (اي پي یو آيي) چارواکو د چارشنبې پر ورځ په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډه وکړه او د مرکزي حکومت له لوري یې د ۲۰۱۳ او ۱۴ کال لپاره په وړاندې شوي بجټ کې یې په شخصي پوهنتونونو لګول شوي ټیکسونه رد کړل. د غونډې د ویناوالو په خبره دا ټیکسونه په پاکستان کې د تعلیم شعبې ته زیان رسوي.


غونډې ته په وینا کې د ضیاءالدین یونیورسټۍ وایس چانسلر پیرزاده قاسم وویل، پکار ده چې د انکم ټیکس څخه تعلیمي ادارې مستثنا ګرځول شوې وای.

((دی وایي د شخصي پوهنتونونو ټولې اړتیاوې، دغه یونیورسټیانې په خپله پوره کوي. په دې برخه کې د لوړو زده کړو کمیشن وار دمخه مرسته نه کوي. او دا ټولې خرڅې دوی د زده کونکو څخه د اخیستونکي فیس څخه لاس ته راوړي. په زده کونکو وار دمخه ډېر بوج دی. د دې ټیکس له لارې په په زده کونکو ۲۵ فیصده بوج نور هم زیات شي نو ځکه دا ټیکس د معیاري تعلیم مخې ته یو خنډ جوړ شو))

غونډې ته په وینا کې د محمدعلي جناح یونیورسټۍ وایس چانسلر عبدالوهاب وویل په ۲۰۰۱ کال کې د بهرنیو هیوادونو څخه راغوښتل شویو استازانو ته د انکم ټیکس په برخه کې ۷۵ فیصده ټیکس معاف شوی و، په دې بحټ کې د زده کونکو د فیس د زیاتولو ترڅنګ له استازانو د ټیکس معافي دغه سهولت هم بیرته اخیستل شوی دی .

(( هغه ادارې چې له زده کونکي څخه د ټول کال ۲ لاکه روپۍ فیس اخلي په دې ۵ فیصده نور ټیکس لګول شوی دی او د ټیکس د جمع کولو بوج هم په اداره وراچول شوی دی . بله خبره په دې بجټ کې دا ده چې څه موده مخکې د بهر ملکونو څخه راغوښتل شویو ښو استازانو د حوصله افزایي له پاره هغوي ته ۷۵ فیصده انکم ټیکس معاف شوی و، هغه سهولت هم په دې بجټ کې له استازانو څخه واپس اخیستل شوی دی ، او دې کارونو استازان او زده کونکي له ستونزو سره مخ کړي دي ))

د انډس پوهنتون وایس چانسلر خالد امین وویل په پاکستان کې دا مهال ۵ نیم لاکه زده کونکي په پوهنتونونو کې زده کړې کوي ، چې له دې جملې څخه ۳۰ فیصده زده کونکي شخصي یونیورسټیو ته ځي.

هغه وویل په زده کونکو او استازانو د لګول شوي ټیکس څخه مرکزي بجټ ته ۳ بیلینه روپۍ زیاتې ورځي خو ددې څخه د تعلیم په شعبه بدې اغیزې پرېوځي.

((ماته مالومه ده چې اوس هم کله زده کونکي د فیس جمع کولو لپاره راځي نو دوي دغه کلنۍ فیس په څو څو قسطونو کې ورکوي، ځینې زده کونکي ددې لپاره قرضونه اخلي،ځینو ته بیا خپل پوهنتونونه سکالرشپونه ورکوي خو بیا هم ددې ګرانۍ او بې روزګارۍ او بدامنۍ په زمانه کې دوي خپل فیسونه نشي ادا کولی))

د شخصي پوهنتونونو د اتحادیې چارواکو د پاکستان له وزیراعظم او د خزانې له وزیر څخه خواست وکړو چې د تعلیم شعبې دې له دې ټیکس څخه مستثنا کړي او په دې توګه دې وار د مخه په ستونزو ګیره د تعلیم شعبه له مشکلاتو څخه وژغوري.
XS
SM
MD
LG