د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د ۳۴۴ روپو بجټ وړاندې کړ

د مالي کال ۲۰۱۳-۱۴ لپاره نن د خیبر پښتونخوا صوبې بجټ د صوبا‎يي اسمبلۍ په غونډه کې وړاندې شو.


د خزانی صوبايي وزیرسیراج الحق په بجټ تقریر کې د دې ټول حجم ۳۴۴ اربه روپۍ وښودلو چی په کې د تعلیم لپاره تر ۶۶ اربه روپو زیاته برخه ځانګړې شوې ده.

د پولیس محکمی لپاره څه باندی ۲۳ اربه روپۍ او د صحت لپاره څه باندی ۲۲ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي او د کالني ترقیاتی کارونو له پاره ۱۱۸ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

د خزانی صوبايي وزیر سیراج الحق په بجټ تقریر کې د سرکاري ملازیمینو په تنخاګانو کې د ۱۵ فیصده اضافې اعلان وکړو-
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG