د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سړک غاړې چاودنو لس افغان سربازان ووژل




د افغانستان د دفاع وزارت وايي په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو لس سرتیري د سړک د غاړې ماین په چاودنو کې وژل شوي دي.


د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن پر دوشنبه وویل دا کسان په کندهار، هلمند، بدخشان، او لوګر ولایتونو کې په بیلابیلو پيښو کې وژل شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وایې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې یوولس وسله وال طالبان په شپږو ولایتونو کې د عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي دي.

دا پیښې په داسې حال کې کیږي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې افغان ځواکونو ته د امنیت لېږد وروستی او پينځم پړاو پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG