د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جي-۸ غونډه سوریه په سر کې


د اتو سترو صنعتي هېوادونو G-8 دوه ورځنۍ سرمشريزه به نن په شمالي ايېرلېنډ کې پیلېږي ، چې تمه ده د سوریې شخړه به يې د اجنډا په سر کې وي.


د دې غونډې سره پر څنګ به د روس ولسمشر ولادمیر پوټین او امريکایي ولسمشر براک اوباما هم خبرې وکړي او ښایي چې زیاتره پام به یې دسوریې پر مسله وي.

تېره اونۍ امريکا دعا وکړه، چې د بشارالاسد رژيم کيمياوي وسلې کارولي، او اعلان یې وکړ چې د سوریې ياغيانو ته به وسلې ورکوي.

د اتوار په ورځ ولسمشرپوټين بشارالاسد ته د وسلو د ورکولو په برخه کې د خپلې انتظامیي د دريځ دفاع وکړه، او ويې ويل روس له نړيوالو قوانينو سرغړونه نه ده کړې.

د روس ولسمشر پوټين په لندن کې د بريتانيا له وزیراعظم ډېويډ کیمرون سره تر خبرو وروسته دغه څرګندونې وکړې. کیمرون وويل دا مهمه ده چې بشارالا اسد له واکه ليرې شي.

پوتین وويل ولې لویدیځ د سوریې یاغیان په وسلو سمبالوي چې د ده په خبره انساني غوښې یې خواړه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG