د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر کرزي د ډرون حملو مخالفت کړی دی

کابل - افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو له حملو سره مخالفت کړی.


د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي، کرزي ويلي، د بې پېلوټه الوتکو د هغو حملو بشپړ مخالفت کوي، چې په هرځاى کې کېږي او په نتيجه کې يې ولسي وګړي وژل کېږي.

ولسمشر کرزي دغه خبرې د پاکستان له جيو نيوز ټیليوېژن سره په مرکه کې کړې دي.

دا مخالفت په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو کې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکې په يوه حمله کې د تحريک طالبان پاکستان دويم مشر ولي الرحمان ووژل شو.

پاکستان هم د دغو بريدونو مخالفت کوي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما په دې وروستیو کې د خپل هیواد د امنیتي تګلارې د اعلان پر مهال ډرون بریدونه ((موثره او قانوني)) وبلل.

امریکا وايي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې بالعموم او په شمالي وزیرستان کې بالخصوص، د القاعده، حقاني وسله والو ډلو او نور وسله وال مېشت دي چې په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو او افغان امنیتي سرتېرو، حکومتي ودانیو او ولسي وګړو حملې کوي.

پاکستان له دې توره انکاري دی چې ګواکې په شمالي وزیرستان کې د القاعده په ګډون بهرني وسله وال موجود دي.

ولسمشر کرزي او نورو چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ترهګر دې د افغانستان له پولې دباندې په نښه کړي.

رپورټونه وايي، امريکايي بې پېلوټه الوتکې په وزيرستانونو کې د سخت دريځو وسلوالو مرکزونه په دقيق ډول په نښه کوي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG