د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر وروستي ډرون برید سخته خواشیني ښودلې


ډرون برید کې وژل شوي طالب کمندان ولي الرحمن د خپلو نورو پټمخو ملګرو منځ کې
ډرون برید کې وژل شوي طالب کمندان ولي الرحمن د خپلو نورو پټمخو ملګرو منځ کې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په شمالي وزیرستان کې د مۍ پر ۲۹ مه نېټه د امریکايي ډرون برید پر سر سخته خواشیني ښودلې. په خبره شوې اعلامیه کې ویل شوي، پاکستان په بیا بیا ویلي چې ډرون بریدونه تر ګټې تاوان ډېر لري، له دې بریدونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسي، بشري حقونه زیانمنوي او بشري اثرات لرلی شي، او دا بریدونه د ملي حاکمیت له اصولو، ځمکنۍ بشړتیا او نړیوال قانون سرغړونه ده.


یاده دې وي چې پرون د شورو پر ورځ په شمالي وزیرستان کې بې پايلټه امریکايي الوتکو په خپل یوه وروستي برید کې پنځه تنه وسله وال ووژل او دوه یې ژوبل کړل.

په وژل شویو کې د تحریک طالبان پاکستان د دویمې کچې لوړپوړی کمندان ولي الرحمن مسود، فخر عالم، عادل، نصرالدین(مهم کمندان) او یو بل تن چې نوم یې نه دی څرګند ووژل شول او دوه تنه سخت ژوبل دي.

رپوټونه وايي، ډرون الوتکو بیګا تر نیمې شپې وروسته د دغې قباییلي اجنسۍ مرکز میرانشاه بازار ته نژدې د چشمه پُل په کوتي خیل کلي کې پر یوه کور حمله کړې.

شمالي وزیرستان د ځايي و بهرنیو سخت دریځو وسله والو تر ټولو ستر او خوندي مرکز ګڼل کیږي. ویل کیږي، چې د حقاني شبکه، د القاعده عرب و منځنۍ اسیا هیوادونو وسله وال جنګيالي په دې سیمه کې خوندي پناه ځایونه لري.

افغان حکومت دغه وسله والې ډلې په افغانستان کې د ډیری ترهګرو پيښو سرغنه او کړوني بولي.

پاکستان کې دمۍ یوولسمې تر پارلماني انتخاباتو وروسته، چې امریکا مخالفو سیاسي و مذهبي ګوندونو پکې کامیابي حاصله کړې دا لومړی ځل دی چې دغه الوتکې پر شمالي وزیرستان حمله کوي.

دنوازشریف مسلم لیګ او دعمران خان تحریک انصاف هغه ګوندونه دي، چې په تیرو کلونو کې یې ددې حملو پروړاندې سخت مخالفت کړی.

بلخوا د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر براک اوباما تیره اوونۍ یوارې بیا د ډرون بریدونو دفاع وکړه او هغه يې د ترهګرۍ ځپلو یوه ښه او بریالۍ وسیله وبلله.

اوباما د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو دبریدونو پر دوام ټينګار کړی و او ویلي يې و چې د امکان تر حده به کوشش وکړي، چې په دې حملو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

د پاکستان پر قباييلي سیمو د بې پيلوټه امریکايي الوتکو دبریدونو لړۍ پر ۲۰۰۴ میلادي کال د پاکستاني طالبانو دهغه وخت مشر مولوي نیک محمد په وژنې سره پيل شوې.

په دې بریدونو کې تر اوسه د بیت الله مسید، مولوي نذیر او یوشمیر نورو مهمو پاکستاني طالبانو ترڅنګ د القاعده ډلې لسګونه د سر سړی وژل شوي دي.

پاکستان تل له دې حملو سره مخالفت کړی او هغه يې پر خپله خاوره تیری بللی خو د امریکا متحد ایالات يې بیا د تروریزم ځپلو په لړ کې تر ټولو غوره و بریالۍ وسیله ګڼي او پر دوام يې ټينګار کوي.
XS
SM
MD
LG