د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوري حکومت کیمياوي وسلې کارولې. امریکا


امريکا وایې چې د دوی پلټونکو په بشپړه توګه دا خبره يقيني کړې چې د سوریه حکومت څو وارې د کيمياوي وسلو استعمال کړی او دا رنګ دوی به اوس د سوریه ياغيانو ته د پوځي مرستو ورکول پيل کړي.


د امريکا ولسمشر لا وړاندې ويلي دي چې د سوریې لخوا د کيمياوي وسلو استعمال به له سرې کرښې تېرېدل وي چې وروسته به یې بيا د سوریه په شخړه کې د امريکا مداخلت زيات شي.

دا علان روسته له هغې شوی چې د سوریه ياغيانو د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو ضد جګړه کې څو ځايه ماتې خوړلې او په دی لټه کې دي چې جديده وسله ترلاسه کړي ، همداراز په دې روستیو کې اسد ته د شییعه اورپکې ډلې حزب الله او ايراني وسلوالو لخوا ملاتړ تر لاسه شوی.

د امريکا د قامي سلامتيا مرستيال سلا کار بن روډز په يوه بيان کې ويلي دي چې د دوی د استخاباراتو ادارې پر هغو ثبوتونو پوره باور لري چې ښيي په دې وروستي کال کې سوریه حکومت د اپوزيشن خلاف څو وارې کيمياوي وسلې کارولې دي. بيان زياتوي چې په دی کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې سوري وګړي وژل شوي دي. خو هيڅ قسمه داسې باوري ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي چې ګڼې اپوزيشن هم د کيمياوي وسلو استعمال کړې.

د خبريالانو يوې رابلل شوې غونډې ته په خپله وينا کې د امريکا د قامي سلامتيا مرستيال سلا کار بن روډز وويل، امريکا چمتو ده چې سوریه ياغيانو ته نيغ په نيغه د مرستو ورکول پيل کړي ، خو د ده په خبره د تېر وخت په پرتله به دا مرستې په مقدار او خصوصياتو کې مختلفې وي.

((ولسمشر اپوزيشن ته د زياتو مرستو ورکولو پريکړه کړې ، په دې کې به د اپوزيشن سترې پوځي شورا ته نيغ په نيغه مرستې ورکول شاملې دي او په دې کې پوځي مرستې هم دي خو د ډيرو وجوهاتو له کبله زه د دې تفصيل نه شم ورکولې خو دا ده چې د تېر وختونو په پرتله به دا مرستې په مقدار او خصوصياتو کې مختلفې وي ((

نوموړي زياته کړه چې امريکا روس ته د سوریې حکومت لخوا د کيمياوي وسلو د استعمال په اړه مالومات ورکړي دي. په سوریه کې د شخړې دوران هم روس د دې هيواد حکومت ته د وسلو سپلايي برقرار ساتلي. تر دې وخته پورې دا خبره نه ده واضحه چې امريکا به د سوریه د اپوزيشن څرنګه پوځي مرسته کوي خو د امريکا ځینې د کانګرس غړي وایې چې دوی ته دې د ټېنکونو ضد او د زمکې نه په هوا کې هدف ويشتونکي توغندي ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG