د کندوز امنیتي چارواکي وايي، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندان حمید آغا مشال راډیو ته وویل چې دا پنځه وسله وال طالبان بیګاه شپه د دشت ارچي په نهر کهنه سیمه کې د افغان ځواکونو په علمیاتو کې وژل شوي دي.
حمید اغا زیاتوي چې وسله والو طالبانو تر دې مخکې د افغان ځواکونو په پوستو حمله کړې وه چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو دا عملیات تر سره کړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.