د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ماشومان کرۍ ورځ سخت کارونه کوي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون راپور تاییدوي . د دې وزارت چارواکي وایي، دوي پر یوه ستراتیژیک پلان کار کوي چې له مخې به یې پر ماشومانو شاقه کارونه کم شي. د ماشومانو په هکله د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون یوه ترسره شوې سروې څرګندوي چې افغان ماشومان په افغانستان کې دوه ویشت ډوله شاقه کارونه ترسره کوي. د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ د ماشومانو له خوا د شاقه کارونو د ترسره کیدو پر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG