د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د مخدره توکو مافیايي ګروپونه نه دي پاتې شوي



نجیب الله الوخیل
په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د نشه يي توکو د مافیا لوی ګروپونه، د مخدره توکو لابراتوارونه او کارخانې له منځه تللي او د روږدو کسانو ګراف کنټرول شوی دی.


دوی زیاتوي چې په خوست کې د کوکنارو د صفر کیدو په مقابل کې نوموړې ادارې ته پنځه میلیونه ډالر ورکړل شوي، چې په خوست کې د پوهنې، روغتیا او ښاروالۍ په سکټورونو کې لګول شوي دي:

په وروستیو لسیزو کې په افغانستان کې کورنۍ جګړې، بهرنۍ لاسوهنې، نالوستوب، بې وزګاري، کورنۍ تاوتریخوالۍ، مهاجرتونه او خراب اقتصادي حالات هغه ګڼ لاملونه دي، چې په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې چارواکي يې هغه بنسټیز لاملونه بولي، چې له کبله يې په لس ګونو زره خلک په ځانګړې ډول ځوانان په نشو روږدي شوي او د ګڼو ټولنیزو ناخوالو لامل شوي دي.

د خوست ولایت د نشه يي موادو پرضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال وايي، چې په خوست کې د مخدره توکو د قاچاقو او ټرافیکو مخه ډب شوې او د دې بشري ناورین د مافیا ډلې نیول شوي او لابراتوارونه او کارخانې يې له منځه تللي دي، نوموړی زیاتوي چې لا تراوسه هم په بیلابیلو ځایونو کې د نشه يي توکو لاس پلورونکي فعالیت لري:

((له ښه شامته په خوست کې لس زره معتادین یا روږدي کسان له نشو راګرځیدلي، ګراف د معتادینو کنټرول شوی او راټیټ شوی دی، د نشه يې موادو د قاچاقو او ټرافیکو پروسه په تدریج سره راښکته شوې، هغه د مخدره توکو د مافیا ستر ګروپونه چې پدې ولایت کې موجود ول، هغه نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي، لابراتوارونه يې له منځه وړل شوي او کارخانې يې ختمې شوي دي او په خوست کې دا مهال وجود نلري، فقط واړه لاس پلورنکي چې نشه يي مواد پلوري او خرڅوي يې، دا په خوست کې موجود دي، خو هیله مو داده چې موږ به وکولای شو، دا هم کنټرول او قابو کړو.))

د خوست د نشه يي توکو پر ضد ادارې مشر وايي، دا چې په خوست کې له وروستیو اوو کالونو راهیسې د بنګو او کوکنارو کر صفر شوی، نو خوست ته هر کال د پرمختیايي پروژو لپاره یو میلیون ډالر ورکول کیږي، چې دا مهال د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت د پوهنې، روغتیا او ښاروالۍ په سکټورونو کې یو شمیر پروژې بشپړې شوي او یا ورباندې عملاً کار روان دی:

((د 2007 زیږدیز کال راپدیخوا په خوست کې د نشه يي توکو بوټي نه کرل کیږي، صفر شوي دي او بالمقابل هر کال یو میلیون ډالر خوست ته ورکول کیږي، چې لدې جملې نه په ښه کیفیت د شپږویشت نیم لکه ډالرو پروژې سرته رسیدلي دي، او د درویشت نیم لکو ډالرو پروژې پیشنهاد شوي دي او د روان کال یو میلیون ډالرو بودجه لپاره هم پروژې جوړیږي، په ټولیز ډول په 2008 زیږدیز کال کې چې موږه سروې وکړه 37255 تنه معتادین یا روږدي کسان په خوست کې موجود ول، دا ګراف موږ ځکه وایو چې راټیټ شوی دی چې فی الحال په خوست کې د 28000 په حدودو کې معتادین اوس موجود دي، پاتې کسان یا تداوي شوي او یايې هم د تبلیغاتو په نتیجه کې له نشو نه لاس اخیستی دی.))

ښاغلی تڼیوال په خوست کې د معتادینو د ګراف د راټیټیدو او د کوکنارو د کر د مخنیوي لاملونه دا بولي، چې پدې ولایت کې د ادارو تر منځ همغږي زیاته شوې او همدارنګه خلک هم د پخوا په پرتله له مسوولو پوځي او ملکي ادارو سره ډیره مرسته کوي:

((لامل يې دادی چې دلته په ادارو کې ښه هماهنګي رامنځته شوې ده، زموږ پولیس تر پخوا ښه متجارب شوي دي، مسلکي شوي دي، د خلکو مرسته له موږه سره زیاته شویده، خلک په ټولو محلاتو کې زموږ کشفي ارګانونو ته مالومات ورکوي، چې د هغې په نتیجه کې تاسو پوهیږئ، چې پولیس هره هفته یوه قضیه او حادثه تر لاس لاندې لري، یو څوک ګرفتار کوي او یو څوک نیسي.))

په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې چارواکي که له یوې خوا د نشه يي توکو د روږدو کسانو په کمیت، همدارنګه د نشه يي توکو د پیر او پلور په کچه کې د ټیټوالي خبره کوي، بل خوا ځايي خلک وايي چې همدا اوس د خوست په ډیریو کلیو او بانډو کې په څرګنده نشه يي توکي خرڅیږي او کاروباریان يې د قانوني تعقیب پروا نه ساتي.
XS
SM
MD
LG