د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميران ميډيکل کالج دې ژر تر ژره جوړ کړل شي



د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ولس له حکومته غوښتنه کوي چې له باجوړ ميډيکل کالج څخه وړاندې د ميران شاه ولس د ميډيکل کالج لپاره د پيرکلى په مقام په تپي کلي کې ٤٠٠ کناله وړيا ځمکه هم ورکړې وه خو دلته د ميډيکل کالج جوړولو تراوسه هيڅ درک نۀ لګېږي بايد چې موجوده حکومت تر ټولو زياتې ترهه ګرۍ ځپلې سيمې شمالي او جنوبي وزيرستان د ولس لپاره ميډيکل کالج او هسپتال باندې کارپيل کړي.


مشال راډيو سره خبرو کې د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي يو تن عبدالرحمان وويل ،، د ټولو زياتې متاثره علاقې شمالي او جنوبي وزيرستان دي او هلته په سمدستي توګه د تعليم لړ کې ګامونه پورته کول پکار دي نو حق خو د شمالي وزيرستان جوړيږي ځکه چې دلته ورته ځمکه هم ورکړې شويده نو پکار ده چې دغلته ميډيکل کالج جوړ شي
خو زه يوه خبره کوم چې دا صرف د شمالي وزيرستان يا د جنوبي وزيرستان مسله نۀ ده دا د ټولې فاټا مسله ده
او په فاټا کې چې ترڅو په تعليم کې کار ونۀ شي تر هغه به دغلته طالبنايزيشن او ترهه ګري وي او دا حالات به هم دغه رنګ روان وي ،،
دغه رنګ يو بل تن ارشد خان هم په دې اړه وويل ،،

فاټا کې د بدامنۍ ختمولو لپاره هم دغه يوه د تعليم لار ده
او چې دلته د تعليم موقې پيدا شي او دغه شان نور ترقياتي کارونه وشي
او دا ميډيکل کالج هم جوړ شي او د دې سره سره د يو هسپتال ضرورت هم دى چې دا جوړ شي نو دا به ډيره ښه وي ځکه چې دلته کوم نور هسپتالونه دي کې د اسانيو نشت والې دى او د دې ترڅنګه د دې ځاي قابله ځوانان د طب تعليم ترلاسه کولو لپاره پيښور ، ګومل او ايبټ اباد ته ځي نو که دا ميډيکل کالج جوړ شو نو د دې ځاي ځوانانو ته به پخپل درشل د تعليم اشانۍ ترلاسه شي ،،،

کله چې مشال راډيو د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محمدنزير څخه وپوښتل نو هغه وويل چې دوي دې لړ کې د وزير اعظم نوازشريف سره ليده کاته کړي دي او لمړۍ غوښتنه ي ترې د امن او د ميران شاه ميډيکل کالج کړيده په کومه چې وزير اعظم دوي ته باور ورکړو چې د دوي غوښتنه به پوره کړې شي.

ده وويل چې زموږ شمالي وزيرستان لپاره د يو ميډيکل کالج او هسپتال منظوري ورکړې شوې وه او د دې لپاره ځمکه هم ورکړې شوې وه نو ما نوازشريف ته وويل چې حکومت دى مهرباني وکړي موږ ته دا ميډيکل کالج او هسپتال جوړ کړي ،،

د ذکر وړ ده چې وخت په وخت د شمالي وزيرستان ځوانانو او مشرانو د دې ميډيکل کالج جوړولو لپاره اختجاجونه هم کړيدي
سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد
XS
SM
MD
LG