د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د ترهګرۍ وروستي بریدونه او غبرګونه





نسیم "شفق"

په کابل ښار کې وروستیو پرله پسې حملو سربیره پردې چې خلکو ته ډیر ځاني او مالي زیانونه واړول د کابل ښار اوسیدونکو ته یې ډیرې اندیښنې هم ور پیدا کړي دي.


سترې محکمې ته د څیرمه کورونو او بلاکونو اوسیدونکي وایي چې؛ په دې سیمه کې پرونۍ ځانمرګې حملې دوی ته هم ډیر زیانونه اړولي او ماشومان یې هم سخت ډار شوي دي.

په کابل ښار کې د سترې محکمې مخې ته د پرونۍ ځانمرګې حملې په سیمه کې نن سهار هم یو ډول ویره خوره وه او د ښاروالۍ کارکوونکي د اوسپنې او ښیښو د ټوټو په را ټولولو بوخت وو.

په دې سیمه کې د شاوخوا بلاکونو ښیښې ماتې شوي، دیوالونه او نږدې درول شوي موټر زیانمن شوي او ان د کالیو ټوټې د ونو په خاښونو کې لیدل کیدې.

د دې سیمې یو شمېر اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې؛ دا چاودنه ډیره زوروره وه او هیڅکله به یې هیره نه کړي:

"زما نوم محمد نعیم دی، دا پیښه ډیره خطرناکه وه، خلک یې وویرول او د شاوخوا بلاکونو ښیښې یې هم ماتې کړې.

خلکو ته یې ډیر زیانونه ورسول او ان په کورونو کې یې هم خلک و ویرول،خلک او ډیر موټر وسوځیدل واقعا دا ډیره ډارونکې پیښه وه."

په کابل ښار کې د سترې محکمې د ختیځې دروازې مخې ته د سې شنبې ورځې په مازدیګر د سترې محکمې د کارکوونکو پر بس موټرو ځانمرګې حمله وشوه.

چارواکي وایي چې؛ په دې حمله کې اولس تنه ووژل شول او نهه دیرش نور ټپیان شول چې؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي دي.

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي یي دي چې؛ هدف یې د سترې محکمې مامورین وو.

د دې پیښې په ځای کې یوه تن ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې ځانمرګې حمله کې د سترې محکمې د مامورینو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکي هم مړه او ټپیان شوي دي:

"زما نوم محبوبه ده، د میندو او پلرونو په زړونو کې زر ویرې پیدا شوي، زموږ د ښوونځي ډیرې ښیښې هم ماتې شوي او هر یو به راغی او په ښوونځي کې به یې د خپل اولاد پوښتنه کوله."

په تیره شاو خوا یوه میاشت کې دا څلورمه ځانمرګې او ډله ایزه وسله واله حمله ده چې په کابل ښارکې ترسره کیږي.

د دوشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوایی ډګر ته څیرمه یو شمېر وسله وال طالبان یوې ودانۍ ته ننوتل او څو ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت وکړ.

دغه راز وسله والو طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د کابل ښار په زړه کې په شهر نو سیمه کې د مهاجرت پر نړیوال سازمان حمله وکړه،ترهغې مخکې د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې هم ځانمرګې حمله وشوه او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي پرونۍ او تیرو حملو ته په اشاره له امنیتي پلوه اندیښنه وښوده، ده وویل چې په دې حملو کې ترډیره ملکی وګړو ته تلفات اوښتي دي:

"خلکو ته ډیر زیانونه اوښتي،کورونو والا خو بیګناه وو دوی له امریکایانو سره نه وو.

ونې ته وګوره جای نماز په ښاخونو کې بند دی،ماشومان او ښځې هم په وژل شوو کې شاملې وې،ښوونځی رخصت شوی وو او هغوی ته هم تلفات اوښتي."

ملګروملتونو د سې شنبې په ورځ په یوه خپور کړي راپورکې وویل چې په افغانستان کې د تیرکال په مقایسه ملکی تلفات زیات شویدي.

په کابل کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش پرون وویل چې د روان میلادي کال له پیل نه د جون تر شپږمې پورې دوه نیم زره ملکي وګړي وژل شوي چې یو ویشت فیصده یې ماشومان دي.
XS
SM
MD
LG