د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد خان اڅکزی د بلوچستان نوی ګورنر وټاکل شو


محمد خان اڅکزی د بلوچستان نوی ګورنر
محمد خان اڅکزی د بلوچستان نوی ګورنر


د پاکستان د سرکاري راډيو له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د د وزيراعظم نواز شريف په سپارښتنه محمد خان اڅکزي د دې د بلوچستان نوی ګورنر مقرر کړ.


محمد خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي مشر ورور دی او پخوانی بيوروکرېټ پاتې شوی دی. د بلوچستان پخواني ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي د روانې مياشتې پر دوهمه نېټه له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه.

محمد خان اڅکزی د عبدالصمد خان اڅکزي زوی دی چې په نیمه وچه ( برصغیر) کې یې د آزادۍ له یوه بل مبارز او د خدايي خدمتګار غورځنګ له مشر خان عبدالغفار خان سره د انګرېزي ښکېلاک او بیا وروسته د پاکستان د ازادېدو وروسته د ډیکتاتورانو پر وړاندې مبارزه کې خواوشا ۳۳ کاله په بند کې تېر کړل.

اڅکزی له ریټاېرېدو مخکې د پاکستان پلاننیګ کمیشن کې ۲۲ګرېډه افیسر او مشر اقتصاد پوه وو.
XS
SM
MD
LG