د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران انتخابات به ازاد او عادلانه نه وي، امریکا


امريکا وايي د نړيوالو معيارونو له مخې د ايران د جمهوري رياست راتلونکي انتخابات به ازاد، عادلانه او معتبر نه وي.
د سياسي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويندې شرمن دا څرګندونې په داسې کې کوي، چې په ايران کې د جمهوري رياست انتخاباتو ته تر يوې اوونۍ لږې ورځې پاته دي.
د ايران شوراى نګهبان د دغو انتخاباتو لپاره اته کانديدان تاييد کړي دي.
امريکا وايي په ايران کې د راتلونکې جمعې په انتخاباتو کې د هېچا پلوي نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG