د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایا ناټو ځواکونه په افغانستان کې د بري چانس لري؟"


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې، "افغانستان: د ناټو ماموریت ممکن دی" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یې راغلي:

کله چې د ناټو د غړیو هېوادونو خلک په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت ناکامیو ته وګوري، ممکن پوښتنه وکړي؛ چې: "ناټو په افغانستان کې د بري چانس لري؟"


خپرونه لیکي: خلک باید ومني، دا به مناسبه نه وي چې، په افغانستان کې د ناټو د نن ورځې ثبات ساتلو ماموریت له تيرو پوځي مداخلو یا یرغلونو سره مقایسه شي.

د خپرونې په باور، د انګلیسانو او روسانو د امپراطوریو په ګډون، په ۱۹مې پیړۍ کې په افغانستان کې پوځي مداخلې او د شلمې پیړۍ په وروستیو کې د شوروي اتحاد پوځي یرغل د امپریالیستي او مفکوروي سیالیو پر اساس شوي وو.

فاررین پالیسي لیکي، دغو سترو طاقتونو هغه مهال نه غوښتل چې؛ په افغانستان کې یوه باثباته، ډیموکراټیکه او په خپل ځان متکي ټولنه جوړه شي.

دغو طاقتونو د افغانستان لپاره د مرستې پروګرامونه او دغه راز د اوږدې مودې سټراټیژیکي تړونوپه څیر هېڅ سند نه و لاسلیک کړی.

فارین پالیسي وړاندې لیکي، نن سبا په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ هېوادونه په ګډه کار کوي چې؛ دا هېواد باثباته شي او د نوي ډیموکراسۍ بنسټونه په کې غښتلي شي.

د نړیوالې ټولنې له دغو صادقانه هلو ځلو او ښه نیت څخه اکثریت افغانان ملاتړ کوي او د ټروریزم پر ضد جګړې کې د افغانانو ملاتړ ډېره مهمه ونډه لري. د دي رپورټ نور تفصيل هدايت سلطانې وړاندي کو

خپرونه لیکي، دا هم څرګنده ده چې، ناټو د خپلو غړیو هېوادونو د امنیت په ګډون د مختلفو دلایلو له امله په افغانستان کې حضور لري.

په دې هم سترګې نه شي پټيدای، که چیرې په افغانستان کې د ثبات راوستلو هلې ځلې نا کامه شي؛ د طالبانو د واکمنۍ په څېر به یو ځل بیا د ناټو هیوادونو امنیت له خطر سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG