د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: د مظاهره کوونکو پر ضد باید طاقت استعمال نه شي


د اروپايي اتحاديې د پراختيا کمېشن مشر د ترکيې وزيرعظم طيب اردغان ته خبرداری ورکړی چې د مظاهره چيانو پر ضد د زيات طاقت استعمالولو لپاره جمهوريت کې هيڅ ځای نشته.

د اروپايي اتحاديې دی چارواکی د جمعې پر ورځ دا خبرې په استنبول کې په يوه خبري کانفرنس کې وکړی چې په کې د ترکيې وزير اعظم هم موجود وو.

نوموړي په ترکيې کې په مظاهره چيان د هغه تشدد خلاف انديښنې څرګند کړې چې په کې لږ تر لږه دری کسان وژل شوي او په زرګونو ژوبل دي. په غونډه کې د ترکيې وزيرعظم طيب اردغان وويل هر هغه څوک چې جمهوري غوښتنې لري دا يي هرکلې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG