د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې بشري حقونه په پام کې ونيسي




د بښنې نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان پر نوي حکومت ټينګار کړی دی چې د طالبانو په ګډون دي له ټولو وسله والو ډلو سره د سولې د خبرو اترو پر وخت د بشري حقونو خيال وساتي.


ادارې په خپل بيان کې ويلي دي چې د پاکستان حکومت دي د بشري حقونو ساتنه په خپلو لومړيو ترجيحاتو کې شامل کړي. د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن شريک مشر کامران عارف وايي، دوی هم له نوي حکومته دغه غوښتنه کوي چې بشري حقونو ته زيان ونه رسيږي.

((زموږ له حکومته همدا غوښتنه ده چې کله هم له چا سره مذاکرات کوي نو پکار ده چې هغوی د انساني حقوقو خيال وساتي، د هغې د پامالي خيال وساتي چې څه رنګه تاوان ورته ونه رسيږي).

کله چې مې په دې اړه د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز له مرکزي جنرل سېکرټري ظفر اقبال جهګړا څخه د حکومت د دريځ په اړه وپوښتل نو نوموړي وويل چې دوی خبرو اترو ته په همدې وجه لومړيتوب ورکوي چې د بشري حقونو ساتنه وکړي.

((که د انساني حقوقو خيال نه وای نو موږ به مذاکرات نه کول. موږ د انساني حقوقو خيال ساتو او د انسانانو کومه ضياع چې کيږي، د هغې لپاره موږ لګيا يو آواز اوچتوو او دا کوششونه کوو چې موږ نه يوازي په دې ملک کې بلکې په دې خطه کې به انشاالله امن قايم کړو)).

خو په پېښور کې د بشري حقونو د يو ځايي سازمان امن تحريک مشر ادريس کمال له خبرو اترو هيله من نه ښکاري او وايي چې وسله وال طالبان او حکومت دواړه اوس هم د بشري حقونو سرغړونه کوي او يو شمېر کسان يې برمته کړي دي.

((دواړو خواوو بشري حقونه پامال کړي دي. دوی په کومو بنيادونو باندي لګيا دي او مذاکرات کوي؟ تر څو پورې چې دا خبره چې تر څو به دوی د بشري حقونو خيال وساتي نو اول خو څومره بې ګناه کسان چې دوی نيولي دي يا رياستي او غېر رياستي ادارو تښتولي دي نو په کار ده چې هغه را خوشي کړي)).

په پاکستان کې پر رياستي او غېر رياستي ادارو مخکې هم تورونه لګېدلي چې يو شمېر کسان يې برمته کړي دي. د پاکستان په سپريم کورټ کې د دغو لادرکه کسانو خپلوانو خپل اپيلونه هم جمع کړي دي. خو دا چې د پاکستان نوی حکومت به د لادرکه کسانو د موندنې او خوشي کولو په لړ کې څه ډول ګامونه پورته کړي؟ اقبال ظفر جهګړا وايي،

((په دې وطن کې عدليه آزاده شوې ده. په مېرټ باندي کېسونه کيږي. ټول کېسونه عدالت ته رسېدلي دي او انشاالله چې کوم هم ذمه دار خلک وي هغوی ته به عدالت سزا ورکوي او چې کوم بې ګناه دي هغوی به را آزاده وي)).

په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزه کونکې او يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې له وسله والو طالبانو سره وار د مخه هم خبرې اترې شوي دي خو څه نتيجه يې نه ده ورکړې او دا ځل هم دغو خبرو اترو ته هيله من نه ښکاري.
XS
SM
MD
LG