د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان جګړې یوه بندي خپل کورته لیک لېږلې


د یوه امریکايي جنګي بندي چې څلورکاله وړاندې په افغانستان کې نیول شوي وو، کورنۍ یې وایي، یو لیک ورسیدلی چې ګومان کوي د هغه به وي.


امریکایي پوځي سارجنټ بوې برګدال په ۲۰۰۹ کال د جون په ۳۰مه له یوې پوځي اډې تری تم شوی وو. ګومان دی چې په پاکستان کې ساتل کېږي.

د دغه امریکایي پوځي مور او پلار د پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې باور څرګنده کړ چې دا لیک د دوی زوی لیکلی دی.

باب او جېني بوې برګدال وایي، دوی ته دغه لیک سره صلیب استولی دی.او هیله من دی چې زوی یې روغ رمټ دی.

د بوې برګدال پلار او مور په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې دوی د خپل زوی لیک ډیر خوشاله کړي دي خو د دې د لیک تفصیلات ورنه کړل او غوښتنه کوي چې د دوی زوی دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

برګدال د مار چ په ۲۸ اوه ویشت کلن شو.
د برګدال پلار او مور په یو بیان کې له یرغمل کوونکو هیله وکړه چې دوی غوښتنه ومني او هغه خوشې کړي.

د دوی د زوی روغتیا ته پام وکړي او هغه ته اجازه ور کړي چې په راتلونکې کې هم دوی ته لیکونه واستوي.

امریکا فکر لري چې برې برګدال به پاکستان په قبایلي سیمو کې له حقاني ډلې سره بندي وي، چې د ولسمشر باراک اوباما انتظامې د تر هګرو ډلو په لیسټ کې اڅولې ده .

خو د حقاني ډلي مشر تابه وايي، چې نیول شوی عسکر د طالبانو یوې بلې ډلې بندي کړی دی.

داسې ښکاري ، د سویزرلنیډ په جینوا کې د سره صلیب نړیواله کمیټه چې په جنګونو او نور ترینګلو حالاتو کې د نیول شويو کسانو د خوندی ساتنې لپاره فعالیت کوی.د برګدال کورنۍ او برمته ګرو تر منځ حال وړي راوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG