د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د پاکستان وزيراعظم وټاکل شو



د پاکستان پارلمان نن په لوی اکثریت خپل راتلونکی وزیراعظم نواز شریف وټاکلو. نوموړي د ۳۴۲ پارلماني غړو څخه د ۲۴۴ رایو په خپلو سره نوی وزیراعظم شو.


د مسلم ليګ نون له مشر نواز شريف سره په سیالۍ کې د پيپلز پارټۍ امين فهيم او د تحريک انصاف جاويد هاشمي ولاړ ول. امین فهیم ۴۲ ووټونه واخیستل او جاوید هاشمي ۳۱ رایې خپلې کړې.

د نواز شریف وینا

له ټاکل کېدو وروسته نوي وزیراعظم قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وويل چې د پاکستان د آیین له مخې به په راتلونکې کې هېڅ امر او امریت ونه زغمي. نوموړي وویل چې هېواد یې تل په مارشل لا او پوځي واک کې زیان خوړلی دی. او ان دا چې دوې ټوټې شوی دی.

پاکستان هميشه په امريت کي زيان موندي دي حتی چی دوه ټګړی شوي دي

دی زیاتوي چې جمهوریت کې پاکستان هر وخت پر مختګ کړی دی.پاکستان دا مهال له يو شمير ستونزو سره مخامخ دی.هر خوا درغلي ده.ترهګري او اقتصادي بدحالي د پاکستان ولس نا اميده کړی دی.زه به د پاکستان ولس ته دروغ نه وايم.زه به و رنه څه هم نه پټوم.په خيالي خبرو به یې نه غولوم.


پاکستان کې دا لومړی وار دی چې له یو جمهوري حکومته واک بل جمهوری حکومت ته سپارل کیږي. همدا راز په لومړي ځل یو سیاسي مشر په دریم وار وزیراعظم منتخب شو.

په پاکستان کې د مې پر یو لسمې نېټې ټولټاکنې وشوې چې په پنجاب او مرکز کې د مسلم لېګ (ن) په مشرۍ حکومت جوړېږي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف، په سنید کې د پپلز پارټۍ او په بلوچستان کې د نېشنل پارټۍ د اعلا وزیر ډاکټر مالک په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او مسلم لیګ نواز ګډ حکومت جوړېږي.
XS
SM
MD
LG