د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونه کېدائ شي پاکستان نور تندلاری کړي



ګارډین ورځپاڼه لیکي تېره هفته امریکايي ډرون برید چې پکې د تحریک طالبان پاکستان دویم مهم کمانډر ولي الرحمان ووژل شو، په پاکستان کې د ډرون بریدونو د قانونیت په اړه پوښتنې راپورته کړي دي .


د ورځپاڼې په خبره امریکا په نړېواله ټولنه کې د نورو ملګرو هېوادونو په شان دغه کاروايي کامیابه و بلله. خو بیا هم د دې تر شا یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د مهمو طالب کمانډرانو لکه د بیت الله مسود او د ولي الرحمان د وژنې باوجود د وسله والو د په نښه کولو طریقې کیدای شي په پاکستان کې د ترهه ګرو ډلو لخوا د وسله والو د بهرتي کولو سبب جوړیږي.


ورځپاڼه ليکي دغه برید په یو داسې نازک وخت کې مخې ته راغلو چې تحریک طالبان پاکستان د نواز شریف له نوې انتظامېې سره د سولې خبرو اترو ته غاړه اېښې وه. داسې ښکاري چې دغه برید د پاکستان او امریکا د تعلقاتو ضد احساسات بیا راپارولې دي.

که څه هم د پاکستان قبایلي سیمو ته د سمې رسایی د نه لرلو له امله د مرګ ژوبلې د کره شمېرې تصدیقول ګران دي خو د تحقیقاتي خبریالانو د ادارې په خبره په ډرون بریدونو کې لږ تر لږه د 2541 نه واخله تر 3540 پورې کسان وژل شوي دي او په دغو کې د 411 نه واخله تر 884 پورې ولسي وګړي دي.

د مثال په ډول ورځپاڼه د امریکا په ټایمز سکوایر کې د بمي برید کوشش کونکي پاکستاني نژاد امریکايي، د فیصل شهزاد په اړه ليکي چې په عدالتي کاروايي کې یی د امریکا د پارلیمان غړیو خلاف د خپلو احساساتو لپاره ډرون بریدونه یوه مهمه وجه و ښودله.

ګارډین ليکي که څه هم براک اوباما د جورج ډبلیو بش د انتظامېې له پالیسو د ځان لرې ساتلو په لړ کې هر ممکن کوشش کړی خو بیا هم نوموړي. د ډرون بریدونو ملاتړ ته دوام ورکړ. چې په دې ورستیو کې يي په سوشل میډیا د ډرون بریدونو د استعمال په دفاع کولو سره دا د سختې پوځي کارواۍ نه د ډډه کولو لپاره یواځینۍ وسیله و بلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG