د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې توپان پينځه تنه وژلي ګڼ ژوبل

نيازاحمدخان


د خیبر پښتونخوا په سېلاني سیمه سوات کې د تېر اتوار ورځې پر ماځیګر راغلیو توپاني سیلیو پنځه تنه وژلي چې څلور یې ماشومان او یوه ښځه ده او نژدې نور ۲۵ تنه ژوبل دي.


د سوات ضلعي انتظامیه کې یوه چارواکي وايي، چې تېزو سیلیو د تحصيل کبل کوزه بانډه کې د یوه کور چت راپرځولی چې په کې درې ماشومام چې دوې خوندې او یو ورور وو وژل شوي.

په بريکوټ پنجي ګرام کې بیا د یوه کور ديوال راغورځېدلی چې په کې یوه يولس کلنه ماشومه وژل شوې ده. بلخوا په کلا ډېراوډيګرام کې هم يوه ښځه وژل شوېده.

په توپاني سیلیو کې خواوشا ۲۵ تنه ژوبل شوي هم دي، چې د سيدو شريف روغتون ته یې د درملنې له پاره وړل شوي دي. د یو شمېر کورونو چتونه او ديوالونه یې غورځولي دي. د ميوو باغونونو ته یې زیانونه رسولي وي او د بجلي و ټيلفون نظام هم متاثره شوی دی.

د سوات مرستيال کمشنر ډي سي امتياز حسين مشال راډيو ته وویل چې دوی په سيمه کې امدادي کارونه شورو کړي دي. دی زیاتوي چې د وژل شویو له کورنیو سره به مالي مرستې کوي او ژوبلو تنانو ته دارودرمل ورکوي. د ده په خبره چې د بجلۍ او ټيلیفون نظام بهالولو لپاره هڅې روانې دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG