د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا:ځانمرګي برید۱۰زده کونکي او یو پولیس ووژل


نجیب الله الوخیل

نن له غرمې مخکې نږدې یوولس بجې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په ښارګوټي کې ځانمرګی برید شوی، چې پکې د ښوونځي لس تنه ماشومان او یو تن سیمه ییز پولیس وژل شوي او د یو تن سیمه ییز پولیس په ګډون 16 تنه نور، چې ولسي افغان وګړي دي،ټپیان شوي دي. په یاده پیښه کې دوه تنه د ائتیلافي قواوو سرتیري هم ټپیان شوي دي.


د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زلمي اوریاخیل مشال راډیو ته وویل، چې ځانمرګي بریدګر د څمکنیو ولسوالۍ په ښارګوټي کې ځان وچولی، چې په نتیجه کې د ښوونځي لس تنه زده کوونکي،چې له ښوونځیو رخصت شوي ول، همدارنګه یو تن سیمه ییز پولیس ووژل شول او 16تنه نور ملکي وګړی، چې یوازې یو تن پکې سیمه ییز پولیس دی ټپیان شوي دي.

اوریاخیل زیاته کړه، چې په دې ځانوژونکي برید کې د ایتلافي قواوو دوه تنه سرتیري هم ټپیان شوي دي.

دده په وینا ټپیان د امنیتي کسانو له خوا د درملنې لپاره په بیړه د څمکنیو ولسوالۍ شهرنو روغتون ته لیږدول شوي دي.
XS
SM
MD
LG