د لاسرسي ځای

تازه خبر

به کورمه کې دوه مړي موندل شوي دي


په قبايلي سيمه کورمه کې دوه مړي موندل شویدي.

يوه اوسېدونکی غزنی ګل د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې په چنارک سیمه کې له دغو مړو سره یو سوځېدلی ګاډی هم ولاړ وو.

د منځنۍ کورمې یوه چارواکي وويل، د چنارک سیمې دغه کسان له ډېری مودې راهيسي بې درکه ول او د جمعې په ورځ يې مړي موندل شوي بيا وروسته يې خپلوانو ته سپارلي دي.

له چنارک سيمې شپږ مزدوران له زيارت ورځې راهيسي بې درکه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG