د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ډرونه ها خوا




د کړکېچ نړیوالې ډلې (انټر نیشنل کرایسز ګروپ) د ډرون په اړه په خپل راپور کې په پاکستان او امریکا غږ کړې چې دواړه هیوادونه چې څه هم عملیات کوي باید دا د نړیوال بشري قانون مطابق وي. او بله دا چې امریکا دې یو داسې قانوني سانچه جوړه کړي چې پکې د ډرون بریدونو کولو اختیار له سي آي اې پوځ ته د منتقل کولو لپاره د انتظامیې، قانون ساز ادارو او عدلیې د کردار سپیناوې شوي وي.


ښکاري داسې چې د کړکېچ نړیوالې ډلې خپل ټول امیدونه د ولسمشر براک اوباما د هغه اعلان سره تړلي په کوم کې چې د ډرون بریدونو واک له سي آي اې پینڼاګون ته د ورکولو خبره شوې. دا خبره واضحه نه ده چې پاکستان به ددې بدلون نه څه ګټه اوچته کړي او که چرې څه فایده ترې ترلاسه هم کړي نو بیا هم ځني داسې وجهي شته چې له مخې یې دا شک کیدائ شي چې د امریکا د انصاف ادارې به د القاعده او طالبانو سره د تړلو معاملو یوه بېطرفه تجزیه وکړي شي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې له خوا د ټولو نه مهم پیغام دادی چې په قبایلي سیمو کې د سیاسي، قانوني، ولسي، او اقتصادي اصلاحاتو ضرورت دی.

ای اې رحمان لیکي ــــــ د ډرون بریدونو پر ضد د پاکستان د دریځ یوه کمزوري داده چې د ډرون بریدونو د پاکستان په ولس د اغیز په اړه ټیک څیړنې نه دي شوي باید ددغه خنډ د لرې کولو لپاره د ولسي غړو او حکومتي چارواکو په ګډون یو خپلواکه کمیشن جوړ کړي چې د ډرون پروګرام په اړه تحقیقات اوکړي.

دویمه ستونځه داده چې ډرون بریدونه به ترهغه ونه دریږي چې امریکا ته په بدل کې څه ورنکړل شي. سره له دې چې نوی جوړیدونکی حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو خبره کړې خو د نوي حکومت لپاره به دا ناممکنه وي چې په افغانستان کې د طالبانو د هلوځلو لاره ونیسي. دا به د نوازشریف له خوا د طالبانو سره د خبرواترو وړاندیز تر پښو لاندې کړي. نوازشریف ته کیدای شي دا معلومه شي چې کوم خلک له طالبانو سره د خبرواترو له لارې د معاملو هوارولو خبره کوي هغوي په شمېر کې ډېر لږ دي.

اي ای رحمان وړاندې لیکي ــــــــ طالبانو سره د خبرواترو په وسیله د یو ښه نتیجې د ترلاسه کولو باور معنا دا شوه چې ګني طالبان د قبایلو د استاذو په حیث منل کیږي ـــــــ چې په اصل کې ټیک خبره نه ده. پر ځای د دې چې له طالبانو سره خبرې وشي ښه به دا وي چې له قبایلي ولس سره په لوی کچه سلا مشوره وشي.
XS
SM
MD
LG